د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ایران ایر د امریکا د بندیزونو له امله نوې وېبپاڼه فعاله کړه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، د ایران ملي هوايي شرکت «ایران ایر» د خپلو انټرنیټي خدماتو لپاره نوی ډومین کارول پیل کړي دي.

راپور وايي، دغه شرکت اړ شوی چې د امریکا د تازه بندیزونو له امله له خپلې پخوانۍ وېبپاڼې (iranair.com) لاس واخلي او خپل خدمات نوي ادرس (iranair.ir) ته ولېږدوي.

د ایران ایر په وینا، د دې بدلون موخه دا ده چې د نړیوالو بندیزونو سربېره مسافر وکولای شي ټکټونه واخلي او د الوتنو اړوند معلومات ترلاسه کړي.