افغانستان کې طبیعي افتونو ۶۷۹ کسان وژلي او زرګونه کورنۍ یې زیانمنې کړې

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په تېرو یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د زلزلو، سېلابونو، وچکالۍ، ځمکښویېدنو او نورو افتونو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او له ۱۶۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
یادې ادارې دغه شمېرې د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې دي. د ادارې د اطلاعاتو او خپرونو مشر او ویاند محمد یوسف حماد وویل، طبیعي افتونو په همدې موده کې له ۷۲ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او د څه باندې ۱۰ زره جریبه باغونو حاصلات یې له منځه وړي دي.
د کابل په یوې غونډه کې د طالبانو حکومت چارواکو د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانونو په اړه خبرې وکړې. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کېدو کې لږ رول لري، خو د دغو بدلونونو له پایلو ډېر اغېزمن شوی دی.
برادر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري مرستې او د خطرونو د کمولو په برخه کې همکاري زیاته کړي. د هغه په وینا، اقلیمي بدلونونه یوازې د ناڅاپي افتونو سبب نه کېږي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو د پراخېدو زمینه هم برابروي او افغانستان باید د دغو ګواښونو د کمولو لپاره لازم سیستمونه ولري.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مشر نورالدین ترابي په خبره، د خلکو د خوندیتوب لپاره یې پر بنسټیزو او وقایوي پروژو تمرکز کړی، خو د بودجې کموالی یې د کار پر وړاندې مهم خنډ دی. هغه له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې له څلورو زرو ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له ۱۱ زرو ډېر نور نیمه ویجاړ شوي دي. په دې پېښو کې هټۍ، جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، سړکونه او پلونه هم زیانمن شوي او نږدې ۴۵ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
حماد وویل، د پېښو پر مهال ۲۳۷ زره زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي، او څه باندې ۳۸۳ زره کورنیو ته له یو میلیارد افغانیو ډېرې نغدي مرستې وېشل شوې دي. خو د اغېزمنو سیمو ځینو اوسېدونکو د مرستو د کمښت او ځنډ په اړه نیوکې کړې دي.
په تېر کال کې کونړ ته څېرمه ننګرهار، لغمان او ځینې شمالي ولایتونه له زلزلو او سېلابونو سره مخ شول؛ په مرکزي سیمو کې د سختو ورښتونو او ځمکښویېدنو راپورونه ورکړل شول، په داسې حال کې چې د کندهار او هلمند ځینې سیمې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخامخ وې. د ادارې په وینا، په نورستان کې د وروستیو سېلابونو ترڅنګ لا هم په ځینو سیمو کې د ځمکښویېدنې خطر شته. د سرچینو او تجهیزاتو کمښت، ستونزمنې لارې، د عامه پوهاوي ټیټه کچه او د ادارو ترمنځ د همغږۍ اړتیا د افتونو د مدیریت مهمې ننګونې بلل شوې دي.