افغانستان کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې؛ د واکسین پر دوام ټینګار

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په پاکستان کې بیا د همدې مودې تر اکتوبر پورې د دې ناروغۍ اووه پېښې تایید شوې دي، چې په دواړو هېوادونو کې یې د ویروس د خپرېدو اندېښنې تازه کړې دي.
د افغانستان د سږنیو پېښو شمېر د تېر کال له ټولیزې شمېرې لوړ شوی دی. د سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږنۍ نوې پېښې په کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو کې موندل شوې دي.
په پاکستان کې له ثبت شوو اوو پېښو څخه پنځه په خیبر پښتونخوا او دوه په سیند ایالت کې دي. د دغه هېواد د پولیو د مخنیوي د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز وايي، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پولیو ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.
د خیبر پښتونخوا د جمرود اوسېدونکي اووهنیم کلن محمد عامر کورنۍ وايي، ماشوم په دې وروستیو کې له پولیو سره مخ شوی دی. د هغه پلار فرمانالله ازادي راډیو ته ویلي چې زوی یې تر پنځه کلنۍ پورې د واکسین په ټولو کمپاینونو کې څاڅکي اخیستي وو، خو د تېر سپټمبر له ناروغېدو وروسته یې خوله کږه شوې او د یوې سترګې په پټولو کې ستونزه لري. د نوموړي په وینا، ډاکترانو کورنۍ ته ویلي چې د ماشوم د اوسني حالت لپاره درملنه نه شته.
د پولیو د مخنیوي ډاکتر آفتاب کاکړ وايي، هغه ماشومان چې دفاعي سیستم یې کمزوری وي، د ویروس له امله له جدي زیان سره مخ کېدای شي. هغه ټینګار کړی چې واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو مهمه وسیله ده، خو د ماشوم د بشپړ خوندیتوب لپاره باید د واکسین ټولې ټاکل شوې دورې بشپړې شي.
د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت وايي، افغانستان او پاکستان د خلکو د تګ راتګ له امله د ویروس له پلوه له یو بل سره تړلي دي. دغه بنسټ او روغتیايي متخصصان د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ، د ماشومانو د پرلهپسې واکسینولو او د مشکوکو پېښو د ژر څارنې غوښتنه کوي.
ټاکل شوې چې په پاکستان کې د نومبر له دویمې تر اتمې پورې په ۹۷ ولسوالیو کې، د کراچۍ په ګډون، له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۲۳ میلیونه او ۹۰۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. په افغانستان کې هم د نومبر له دویمې د پولیو کمپاین پیلېږي چې د پلان له مخې به پکې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې لس نیم میلیونه ماشومان واکسین شي. متخصصان له کورنیو غواړي چې په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي، ځکه دا ساري ناروغي د دایمي فلج لامل کېدای شي.