اخضر ابراهیمي: د بن په کنفرانس کې د حامد کرزي پر مشرۍ رایه نه، بلکې اجماع شوې وه

د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د دغه بهیر مشر، د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي ویلي چې د افغانستان د لنډمهالې ادارې د مشر په توګه د حامد کرزي ټاکنه د رسمي رایې اچونې پر ځای د افغان او نړیوالو استازو د اجماع پایله وه.
د بن غونډه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، د نومبر پر ۲۷مه د جرمني په پیټرزبرګ هوټل کې پیل شوه. په دې ناسته کې د شمال ټلوالې، پېښور، قبرس او روم په نومونو څلورو افغان ډلو، د ۲۲ هېوادونو استازو او د ملګرو ملتونو چارواکو ګډون کړی و. ټاکل شوې وه خبرې په اوو ورځو کې پای ته ورسېږي، خو د واک د وېش او د لنډمهالې ادارې د جوړښت پر سر اختلافاتو دا موده تر ډسمبر پنځمې وغځوله.
ابراهیمي ویلي، د کرزي له پېژندنې سره له کنفرانس څو کاله وړاندې بلد و او هغه یې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو پلوی باله. د نوموړي په وینا، که څه هم عبدالستار سیرت د روم ډلې له مهمو نوماندانو څخه و، خو د کنفرانس د ګډونوالو ترمنځ ډېر ژر د کرزي پر نوم پراخه موافقه رامنځته شوه.
د ملګرو ملتونو دغه پخواني استازي استدلال کړی چې د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت له امله د لنډمهالې ادارې مشر باید پښتون وای. هغه وویل، په هغه وخت کې پښتنو وسلې او سیاسي واک نه درلود، په داسې حال کې چې نورو ډلو پراخې سرچینې په لاس کې لرلې؛ له همدې امله د یوه پښتون مشر ټاکل د هېواد د ثبات لپاره مهم بلل کېدل.
سیرت مخکې یوې رسنۍ ته ویلي وو چې د روم ډلې په دننه کې د ده، کرزي او هدایت امین ارسلا ترمنځ د نوماندۍ لپاره رایه اچونه شوې او ده ۱۱ رایې ترلاسه کړې وې. خو ابراهیمي دا روایت رد کړی او ویلي یې دي چې د بن په غونډه کې اصلي رایه اچونه نه ده شوې. د هغه په خبره، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په خپلو احتمالي نوملړونو کې کرزی شامل کړی و او نوموړی یوازینی نوماند و چې د ټولو په لېستونو کې موجود و.
ابراهیمي د بن د بهیر یوه اساسي نیمګړتیا د طالبانو نه ګډون بللی، خو ټینګار یې کړی چې په هغه شرایطو کې د هغوی نه بلل د درک وړ و. د ده په اند، ستونزه دا وه چې وروسته هم چا په جدي ډول ونه پوښتل چې د طالبانو اړوند زرګونه کسان چې د هېواد چارې یې اداره کولې، چېرته ولاړل او څه فکر یې درلود.
هغه له همدې امله د «دویم بن» د کنفرانس وړاندیز کړی و، څو طالبان یا له هغوی سره نږدې کسان، او همدارنګه هغه افغانان چې وسلې یې نه لرلې خو د سولې لپاره یې کار کاوه، په سیاسي بهیر کې شامل شي. د ابراهیمي په وینا، امریکايي چارواکو دغه وړاندیز ونه مانه. د بن هوکړې بیا د لنډمهالې ادارې، د واک د تدریجي لېږد، بېړنۍ لویې جرګې، د اساسي قانون د جوړېدو، ټولشموله حکومت، د ښځو د ونډې، بشري حقونو او خپلواکو ټاکنو لپاره چوکاټ وټاکه.