په واخان کې د واورین پړانګ برید؛ ۲۲ پسونه او وزې وژل شوي

د بدخشان د کرنې ریاست وايي، د واخان ولسوالۍ د ښکته ورګند کلي په څړځایونو کې یوه واورین پړانګ پر کورنیو څارویو برید کړی او ۲۲ پسونه او وزې یې داړلي او وژلي دي. پېښه د لړم میاشتې په ۲۹مه رامنځته شوې ده.
د ریاست د معلوماتو له مخې، په وژل شویو څارویو کې ۱۵ پسونه او اووه وزې شاملې دي. هغه کس چې څاروي یې زیانمن شوي، د موضوع د څېړلو او له حکومتي ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د بدخشان د کرنې چارواکي اټکل کوي چې پړانګ ښايي په خپل طبیعي چاپېریال کې د ښکار د کمښت او لوږې له امله د څارویو رمې ته ورغلی وي. د دوی په وینا، په څړځایونو کې د څارویو د ساتنې په برخه کې نه پاملرنه هم د برید یو احتمالي لامل کېدای شي.
واورین پړانګ او مارکوپولو غرڅه په افغانستان کې کمپیدا کېدونکي ژوي دي او د بدخشان، په ځانګړي ډول د واخان په لوړو سیمو، کې ژوند کوي. د دغو ژوو د ساتنې لپاره پر ښکار بندیز لګېدلی، خو ناقانونه ښکار، د مالدارانو له خوا د استوګنځایونو نیول او د څارویو زیاتوالی یې لا هم د ژوند چاپېریال ته ستونزې جوړوي.
د واخان او پامیر په سیمو کې د سړک جوړولو چارې هم د چاپېریال ساتنې د فعالانو اندېښنې راپارولې دي. دوی وايي، د واخان ولسوالۍ څخه تر لوی پامیر او د چین تر پولې پورې د سړک د جوړېدو مسیر د ژوو د اوسېدو چاپېریال په برخو وېشي او د موټرو شور ورته ځورونکی دی.
ځايي چارواکو بیا ویلي چې د واورینو پړانګانو او نورو ژوو د پراخې جغرافیې له امله د سړک جوړول د هغوی پر ژوند د پام وړ اغېز نه کوي. د طالبانو حکومت دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د واخان ولسوالۍ څخه تر لوی پامیر پورې د ۱۲۰ کیلومتره سړک چارې د چین تر پولې بشپړې شوې دي.
د کرنې وزارت د پخوانیو ارزونو له مخې، په واخان کې د مارکوپولو غرڅو او واورینو پړانګانو شمېر د ۲۰۲۱ کال په پرتله کم شوی دی. په یوه وروستۍ ارزونه کې، چې د وحشي ژویو د ساتنې له یوې موسسې سره په ګډه شوې، د سمندر له سطحې څه باندې څلور زره متره لوړو سیمو کې د مارکوپولو غرڅو او ایبکس شاوخوا ۲۰ رمې لیدل شوې وې.