د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په ارزګان کې د پنځو خبریالانو له خوشې کېدو وروسته د مسلکي حقونو غوښتنه

افغان اتلان · پښتو
په ارزګان کې د پنځو خبریالانو له خوشې کېدو وروسته د مسلکي حقونو غوښتنه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ارزګان ولایت کې د پنځو سیمه‌ییزو خبریالانو نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو مسلکي حقونو ته درناوی وکړي. مرکز وايي، د رسنیو د کارکوونکو نیول او ګواښل د اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي بهیر زیانمنوي.

د دغه مرکز په اعلامیه کې ویل شوي چې یاد خبریالان د انځورونو او ویډیوګانو اخیستلو د بندیز د سرغړونې په تور نیول شوي وو. د مرکز د معلوماتو له مخې، هغوی وروسته تر هغې خوشې شول چې په لیکلې بڼه یې ژمنه وکړه د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو اړوند بندیز به رعایتوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نیول شویو کسانو په ډله کې د پیوستون ټلوېزیون خبریال سمیع‌الله رحماني، د پیوستون راډیو خبریال بریال منګل، د تړون راډیو خبریال احمدشاه جواد، د شمع او مید راډیوګانو خبریال احسان‌الله ولسمل او د طلوع نیوز ټلوېزیون خبریال بریالی انصاري یاد کړي دي.

مرکز دا پېښه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د فشارونو د دوام او اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیتونو د پراخېدو نښه بللې ده. په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له خبریالانو سره له ناوړه چلند او سپکاوي ډډه وکړي او هغوی ته زمینه برابره کړي چې له نیول کېدو او ګواښ سره د مخ کېدو له وېرې پرته خپل مسلکي کار ترسره کړي.

په ارزګان کې د انځورونو او ویډیوګانو پر اخیستلو بندیز د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې اعلان شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، له ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې راهیسې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو ورته بندیزونه په ۲۵ ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شوي دي. په دې ولایتونو کې کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا، ارزګان او کاپیسا شامل دي.