پخوانی پاکستاني سفیر: له کابل سره د امنیتي اختلافونو حل په خبرو کې دی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلاماباده غوښتي چې له کابل سره د امنیتي اندېښنو د حل لپاره پوځي فشار پرېږدي او د خبرو، همغږۍ او ګډې همکارۍ لاره غوره کړي.
خان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) په اړه د پاکستان اندېښنې د رغنده خبرو او ګډو امنیتي ترتیباتو له لارې څېړل کېدای شي. د هغه په وینا، پوځي اقدام د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونه نه شي هوارولای.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ استخباراتي میکانیزم د جوړولو وړاندیز هم کړی، څو د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه څارنه، د اړوندو معلوماتو شریکول او امنیتي همغږي منظم شي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان پاکستان ته داسې ګواښ نه دی چې اسلاماباد دې د پوځي تګلارې پر لور ولاړ شي.
خان ویلي، د دواړو غاړو اوسني اختلافونه د مذاکراتو او نږدې همکارۍ له لارې کمېدای شي. هغه په دې باور دی چې پرلهپسې فشار او د امنیتي ستونزو په اړه متقابل تورونه به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو سبب نه شي.
په همدې حال کې، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د اختلافونو د سولهییز حل ملاتړ کوي. نوموړي د پرتګال له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې اسلاماباد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اړوندو پرېکړهلیکونو سره سم د خبرو له لارې د شخړې د هواري ژمن دی.
ډار همداراز ویلي چې د افغانستان خاوره باید د هر هېواد، په ځانګړي ډول د پاکستان، پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د افغان خاورې د ناوړه استعمال ادعاوې رد کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې خپلې اندېښنې له کابل سره د مستقیم تعامل له لارې مطرح کړي.
افغان شنونکي هم خبرداری ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامدار امنیتي تورونه او فشارونه ستونزې نه شي حل کولای. د دوی په باور، مستقیمه خبرې اترې، د معلوماتو شریکول او عملي همکاري د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم دي.