وثیق: د استخباراتو ریاست د ټاکل شویو قوانینو او شرعي اصولو له مخې فعالیت کوي

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق وايي، د استخباراتو عمومي ریاست خپل فعالیتونه د ټاکل شویو قوانینو او شرعي اصولو له مخې ترسره کوي.
وثیق دغه څرګندونې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې کړې دي. په دې غونډه کې د استخباراتي ادارې د فعالیتونو او د شرعي نظام د ارزښتونو په اړه بحث وشو.
د استخباراتو عمومي رییس وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه چې د اسلامي امارت د رهبر له خوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول. د هغه په وینا، اداره د همدې مقرراتو په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ وړي.
وثیق ادعا وکړه چې د استخباراتو ریاست له ظالمانه شکنجو مخنیوی کوي، له جرمونو سره مبارزه پر مخ وړي او د انساني کرامت ساتنه د خپلو ژمنو یوه برخه ګڼي.
په ورته مهال، د استخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد وویل، کله چې امت له شرعي نظام او امامت څخه بېبرخې شو، خپل معنوي ځواک یې په پراخه کچه له لاسه ورکړ او د پردیو افکارو تر اغېز لاندې راغی.
جواد د اسلامي فکر او ارزښتونو پر پیاوړتیا او د نظام د ثبات پر ساتلو ټینګار وکړ. هغه شرعي امارت او امامت الهي امر او شرعي وجیبه وبلله او ویې ویل چې د اسلام او هېواد پرمختګ په همدې اصلونو کې نغښتی دی.