ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان د ژمي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په افغانستان، اوکراین، سوریه او لبنان کې شاوخوا نهه میلیونه کسان د راتلونکي ژمي پر مهال اضافي مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ژمنیو مرستو لپاره یې د مالي ملاتړ راټولولو کمپاین پیل کړی دی. UNHCR هڅه کوي لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالر برابر کړي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، یادې مرستې به په هغو هېوادونو کې د اړمنو خلکو د ژمي د تېرولو لپاره وکارول شي. افغانستان هم د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د ژمي په موسم کې د اضافي بشري مرستو اړتیا ورته ښودل شوې ده.
UNHCR د مرستو له تمویلوونکو او نورو ملاتړ کوونکو غوښتي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د اړتیا وړ مالي سرچینو په برابرولو کې مرسته وکړي.