ملګري ملتونه: افغانستان د لوږې د شدید ګواښ له هېوادونو دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډ تازه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شوی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د لوږې د لا خرابېدو له ډېر لوړ ګواښ سره مخ دي. په دې نوملړ کې فلسطین، هایټي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت هم شامل دي.
د دغو ادارو د لومړني خبرداري له مخې، د ۲۰۲۶ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر مې پورې د نړۍ په ۱۶ سیمو کې د خوړو ناامني د پراخېدو احتمال شته. د راپور په وینا، جګړه او تاوتریخوالی د دې بحرانونو تر ټولو مهم لاملونه دي، خو اقتصادي ستونزې، سخت اقلیمي بدلونونه او بشري مرستو ته محدود لاسرسی هم وضعیت لا پسې خرابوي.
په راپور کې افغانستان د سودان، جنوبي سودان، سومالیا، د نایجریا له شمالي سیمو او یمن سره د ډېرو لوړو اندېښنو په ډله کې یاد شوی دی. ادارې وايي، په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول د سودان په شمالي دارفور او جنوبي سودان کې، لا هم د قحطۍ د رامنځته کېدو احتمال شته.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، ظاهراً د دې راپور په غبرګون کې، په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې افغانستان د هېڅ توکي له قحطۍ سره مخ نه دی. خو د ملګرو ملتونو د خوړو ادارو خبرداری ورکړی چې د پخوانیو مرستو له لارې ترلاسه شوې لاسته راوړنې نازکې دي او د تمویل د کمېدو له امله د وضعیت د بېرته خرابېدو خطر شته.
د راپور له مخې، په هغو پنځو هېوادونو کې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پرلهپسې ډول د لوږې د تر ټولو لوړ ګواښ په نوملړ کې دي، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ بشري مرستې نږدې دوه پر درېیمه برخه راکمې شوې دي. د مرستو کچه په دې موده کې له ۵.۱ میلیارد ډالرو څخه دوه میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو د خوندیتوب د تحلیل مشر ژان مارتین باوېر ویلي، په هغو هېوادونو کې اړتیاوې لا هم ډېرې لوړې دي، خو تمویل په دوامداره توګه کمیږي. نوموړي دا حالت د اړتیاوو د زیاتېدو او د مرستو د کمېدو ترمنځ د «قیچيډول اغېز» په توګه تشریح کړی دی.
چاد، یوګانډا، د افریقا سوېلي سیمه او د مرکزي امریکا وچ دهلېز هم د خطرناکو سیمو په تازه نوملړ کې شامل شوي دي. راپور وايي، د النینو له امله د بارانونو کموالی او د تودوخې لوړېدل لا دمخه د ځینو سیمو پر کرنیزو حاصلاتو اغېز کړی او ښايي تر ۲۰۲۷ کال پورې ۴۹ میلیونه نور کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو ادارو د ژوند او معیشت د ژغورلو لپاره د بېړنیو او هدفمندو بشري اقداماتو غوښتنه کړې ده. د دوی په وینا، د اقلیم سره برابر تخمونه، د څارویو او اوبو د زېرمو ساتنه او پر وخت مرستې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کولای شي، خو د ګډ پلان د پلي کېدو لپاره لا هم ۱۲۵ میلیونه ډالره بودیجه کمه ده.