له هراته دوبۍ ته د لومړي ځل لپاره مستقیمې الوتنې پیل شوې

د هرات له خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته مستقیمې الوتنې پیل شوې. دا د هرات او دوبۍ ترمنځ د هوايي تګ راتګ لومړنی مستقیم مسیر بلل شوی دی.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، د دې مسیر په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هراته دوبۍ ته لېږدول شوي دي. وزارت زیاته کړې چې له دې وروسته به د دواړو ښارونو ترمنځ هره اوونۍ یوه الوتنه ترسره کېږي.
د هرات د نړیوال هوايي ډګر د چارواکو په وینا، د دغو الوتنو پیل به د هرات نړیوالې هوايي اړیکې لا پراخې کړي او مسافرو ته به د دوبۍ پر لور د سفر لپاره مستقیمه اسانتیا برابره شي.
چارواکي تمه لري چې په راتلونکو اوونیو کې له هرات څخه تهران او استانبول ته هم مستقیمې الوتنې پیل شي. د دغو مسیرونو د فعالېدو په صورت کې به د هرات هوايي ډګر له نورو نړیوالو ښارونو سره لا زیاتې اړیکې ولري.