د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

قزاقستان د افغانستان د اقتصاد او سیمه‌ییز اتصال ملاتړ پراخوي

افغان اتلان · پښتو
قزاقستان د افغانستان د اقتصاد او سیمه‌ییز اتصال ملاتړ پراخوي

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي، ښوونیزو او بشري همکاریو پراختیا کولی شي د افغانستان د ثبات او له سیمې سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي. دا څرګندونې «کسپین انالسټ» تحلیلي وېبپاڼې په یوه تازه لیکنه کې کړې دي.

د لیکنې له مخې، قزاقستان هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې یوازې پر امنیتي موضوعاتو محدودې نه کړي، بلکې د سوداګرۍ، بشري مرستو، زده‌کړو او ترانسپورټي بنسټونو له لارې د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې ونډه واخلي. د یادې شننې پر بنسټ، په افغانستان کې دوامدار ثبات له اقتصادي ودې، د بشري ظرفیتونو له پیاوړتیا او سیمه‌ییزو همکاریو سره نږدې تړاو لري.

راپور وايي، د افغانستان او قزاقستان دوه‌اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جولای پورې ۵۸۱،۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده؛ دا کچه د ۲۰۲۵ کال د دواړو هېوادونو له ټولې ۵۴۱،۶ میلیون ډالرو سوداګرۍ لوړه بلل شوې. د همدې مودې په ترڅ کې افغانستان ته د قزاقستان صادرات ۵۷۲،۹ میلیون ډالر او له افغانستان څخه د قزاقستان واردات ۸،۲ میلیون ډالر ښودل شوي دي.

د ښوونیزو همکاریو په برخه کې، د «کسپین انالسټ» د معلوماتو له مخې، قزاقستان په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۰۰ افغان زده‌کړیالان د دغه هېواد په ۳۴ پوهنتونونو کې منلي دي. دغه هېواد هر کال افغان محصلینو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه هم ځانګړي کوي او پلان لري چې دا شمېر ۶۰ ته لوړ کړي.

قزاقستان افغانستان ته د بشري مرستو لېږد هم کړی دی. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې شاوخوا دوه زره او ۲۰۰ ټنه مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلې او د همدې کال په سپټمبر کې، له یوې مرګونې زلزلې وروسته، ۲۷۲،۷ ټنه نورې مرستې هم استول شوې دي.

په تحلیلي لیکنه کې د ترانسپورټي لارو او اوسپنې‌پټلۍ پراختیا د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو مهمه برخه بلل شوې ده. په ځانګړي ډول د تورغونډۍ، هرات، کندهار او سپین‌بولدک ترمنځ د وړاندیز شوې لارې جوړېدل کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو ترمنځ د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.

شننه زیاتوي چې قزاقستان په الماتې ښار کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا د موخو د سیمه‌ییز مرکز په جوړولو کې رول لوبولی شي. د لیکنې په پای کې ویل شوي چې قزاقستان په یوازې ځان د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې نه شي حل کولی، خو دوامدار سوداګریز، ښوونیز، بشري او سیمه‌ییز تعامل د اقتصادي وضعیت او ثبات له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي.