د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

فضل محمود فضلي د معاصرو زده‌کړو په اړه د طالبانو د ویاند څرګندونو ته غبرګون وښود

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د جمهوري نظام د چارو ادارې عمومي رییس، ډاکټر فضل محمود فضلي، په خپله تازه لیکنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې معاصرې زده‌کړې یې د افغان ټولنې له تاریخ او ریښې سره بې‌اړیکې بللې وې.

د فضلي په وینا، د طالبانو ویاند له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې پخوا نجونې او ښځې د دندې او عاید ترلاسه کولو لپاره زده‌کړو ته تللې، خو اوس له زده‌کړو پرته هم کاروبار کولای شي؛ له همدې امله معاصرو زده‌کړو ته اړتیا نشته.

فضلي لیکلي چې د افغان ټولنې، نجونو او معاصرو زده‌کړو په اړه د طالبانو دا استدلال بهرنۍ ریښه او فکر لري، نه افغاني. نوموړي زیاته کړې چې هره افغانه نجلۍ او هلک د معاصرو زده‌کړو د ترلاسه کولو حق لري او د دغه فکر پر خلاف روانې هڅې د افغان ټولنې له واقعیتونو او تاریخ سره په ټکر کې دي.