روبیو: واشنګټن د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په حل کې مرسته کولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په حل کې د مرستې لپاره چمتووالی لري.
روبیو وویل، امریکا د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې اورېدلې دي.
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وکړې. د روبیو په وینا، که واشنګټن وکولای شي په دې برخه کې ګټور رول ولوبوي، چمتو دی چې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې احتمالي رول جزئیات روښانه نه کړل، خو د هغه څرګندونې ښيي چې واشنګټن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي اندېښنو له موضوع سره علاقه لري.