د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

رحمت‌الله اندر: د ښځینه ډاکټرانو د مدرسو له لارې د روزنې طرحه د طالبانو پخه تګلاره ده

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت‌الله اندر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، له مدرسو څخه د نجونو د ډاکټرانو په توګه د فراغت موضوع نوې خبره نه ده، بلکې د طالبانو له پخې تګلارې سره تړاو لري.

اندر د طالبانو د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني «اسلامي امارت» کتاب ته په اشارې ویلي، چې په دغه اثر کې دیني زده‌کړو ته پر عصري زده‌کړو لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د هغه په وینا، قاضي‌القضات د افغانستان د ښوونې او روزنې پر اوسني نظام بې‌باوره دی او مروج ښوونځي د کفر د اغېزو، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د خطر او د دیني علومو د زده‌کړې د خنډ په توګه بولي.

اندر زیاته کړې چې یوازې عصري زده‌کړې کول نه‌تلافي کېدونکی زیان ګڼل کېږي، ځکه د ده په وینا، د مکاتبو او پوهنتونونو چاپېریال د فسق او بې‌دینۍ له اغېزو ډک بلل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې دا یوازې د یوه ویاند خبره نه ده، بلکې د قاضي‌القضات نظر دی؛ هغه څوک چې د طالبانو تګلاره یې لیکلې او موضوعاتو ته یې د مدرسې له زاویې کتلي دي. د اندر په وینا، د دې تګلارې موخه دا ده چې ټول افغانستان په یوه مدرسه بدل شي.