امریکا له سعودي عربستانه د غیر اضطراري ډیپلوماټیکو کارکوونکو د ایستلو امر کړی

سياېناېن د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې د سیمهییزو نښتو او شخړو د ناڅاپي پراخېدو له اندېښنې سره، له خپلو یو شمېر سفارتونو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو او لېږدولو بهیر پیل کړی دی.
د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستانه غیر اضطراري پرسونل او د هغوی کورنیو ته د وتلو رسمي امر کړی دی. همداراز ویل شوي چې په اردن، بحرین، کویټ، قطر، متحده عربي اماراتو او لبنان کې د سفارتونو د کارکوونکو شمېر او تشکیلات په غیر علني ډول کم شوي دي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پر سعودي عربستان د حوثي وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، په سیمه کې روانې نښتې د پام وړ پړاو ته رسېدلې دي.
له بلې خوا، د ډیپلوماټانو د بېرته غوښتلو د څرنګوالي او د مالي او تخنیکي کمښتونو په اړه د امریکايي ډیپلوماټانو او د بهرنیو خدمتونو د اتحادیې له لوري شکایتونه او نیوکې هم مطرح شوې دي.