د پکتیا او کورمې پر پوله بیا نښته؛ د مرګژوبلې په اړه متضادې ادعاوې

د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ او د پاکستان د کورمې سیمې ترمنځ پر دیورند کرښه د شنبې په ماسپښین د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکړل شوی دی. دا نښته د ټوپ سر، خرلاڅۍ دروازې او کونج علي په سیمو کې شوې ده.
د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو ځايي رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. سرچینو د افغان ځواکونو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په مقابل کې، پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو د کورمې په سیمه کې د تایدې او غوزګړۍ پر پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني پوځ د ځواب په توګه د ټوپ سر پر پوسته او د شیپولې پر اډې بریدونه کړي دي.
پاکستاني سرچینو ویلي چې د طالبانو ځواکونو د بهرنیو وسلهوالو د تېرېدو د اسانتیا لپاره ډزې کړې وې. هغوی ادعا کړې چې د غوزګړۍ پولې ته څېرمه د طالبانو څو کسان وژل شوي او د شیپولې اډه هم ویجاړه شوې ده.
د دواړو خواوو ادعاوې تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تایید شوې. دا په داسې حال کې ده چې د ډنډپټان او کورمې ترمنځ سیمه کې تېره اوونۍ هم د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې وه.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوې چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت پر ضد وسلهوال بریدونه ډېر شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې مخالفې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې پناهځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستاني اهدافو د بریدونو لپاره له پولې اوړي.
د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د پولې په بېلابېلو برخو کې له نښتو وروسته، د اوربند هوکړه کړې وه؛ خو د څو پړاوونو خبرو سره سره، د دواړو لورو اصلي اختلافات لا هم نه دي حل شوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو خپلواک انستیتیوت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ۲۲۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې په اګست کې دا شمېر ۱۹۹ و. د انستیتیوت په وینا، دا د بریدونو ۱۳ سلنه زیاتوالی او په تېرو ۱۲ کلونو کې د یوې میاشتې تر ټولو لوړه کچه ده.