پاکستان له افغانستان سره د خبرو لپاره د مشخصو پایلو غوښتنه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دا خبرې باید له مشخصو پایلو سره ملې وي.
د دغه وزارت په وینا، په دغو پایلو کې د پاکستان د امنیتي اندېښنو حل هم شامل دی. پاکستان ټینګار کړی چې خبرې باید یوازې د بحث تر کچې محدودې پاتې نه شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان دغه څرګندونې د شنبې په ورځ کړې دي.
خان ویلي، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د اسلاماباد او افغانستان ترمنځ د خبرو په برخه کې مرسته کوي.
د وزارت د څرګندونو له مخې، د خبرو د دوام لپاره د پاکستان امنیتي اندېښنې مهمه موضوع ده؛ خو په خپرو شویو معلوماتو کې د احتمالي مذاکراتو د وخت، ځای او ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.