د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د ډنډ پټان پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تازه نښتې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې شوې دي. سیمه‌ییزې سرچینې وايي، جګړه څو ساعته روانه وه او په ترڅ کې یې د درنو وسلو ډزې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې د دوی پوځیانو او پوله ساتو ځواکونو له پاکستاني اړخ سره نښته کړې ده. دغو سرچینو ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې، خو د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.

په هغه ویډیو کې چې بي‌بي‌سي ته لېږل شوې، ښکاري چې د طالبانو حکومت ځواکونو د پولې هغې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو پر لوري راکټونه او د درنو توپونو مرمۍ ویشتلې دي. د ویډیو د ثبت وخت او د پېښې نور جزیات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د طالبانو حکومت اړوند دولتي خبري اژانس باختر د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې چې په نښتو کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. دغه اژانس د ځايي اوسېدونکو له قوله ویلي چې له نښتو وروسته په سیمه کې وضعیت بېرته عادي شوی، خو د تلفاتو په اړه نور جزیات یې نه دي ورکړي.

پاکستاني حکومت تر اوسه د دغو نښتو او د خپلو سرتېرو د احتمالي تلفاتو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې. په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو د کرمې په سیمه کې د پولې پر سر د بریدونو راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو حکومت ځواکونو ته ځوابي بریدونه کړي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا نښته د څه له امله پیل شوه او لومړی برید چا کړی و. د تېر کال له اکټوبر راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره سم، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځله درنې او خونړۍ نښتې شوې دي.