د نجونو د زدهکړو بندیز؛ د جبري او له وخته مخکې ودونو اندېښنې زیاتې شوې

په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو څخه د محرومیت دوام، د جبري او له وخته مخکې ودونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. هغه ځوانې ښځې چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړې، وايي د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د کورنیو فشارونو، بېوزلۍ او د راتلونکي د نشتوالي له امله ودونو ته اړې شوې دي.
یوې ۱۷ کلنې ښځې ویلي، هغه مهال په اتم ټولګي کې وه چې ښوونځی یې وتړل شو او د ډاکټر کېدو هیله یې له منځه ولاړه. د نوموړې په وینا، د یوې کورنۍ له خوا تر شپږو میاشتو غوښتل کېدو وروسته، پلار یې چې معلول دی، د خپلې انا په ملتیا هغه له یوه ۳۴ کلن سړي سره واده کولو ته مجبوره کړه. هغې ویلي چې له دغه واده وروسته په خپل ژوند کې خوشحاله نه ده.
بلې ښځې ویلي، کله چې له زدهکړو پاتې شوه، ۱۶ کلنه وه او کورنۍ یې د مالي ستونزو له امله له یوه ۵۰ کلن سړي سره واده کړه. د هغې په خبره، مور یې بېکاره وه او ورور یې هم دنده نه لرله؛ له همدې امله یې مور غوښتل د واده په بدل کې پیسې ترلاسه کړي. نوموړې وايي اوس دوه ماشومان لري، خو د تګ راتګ، له ملګرو سره د لیدو او د خپل مورني کور ته د ورتګ په برخه کې سخت محدودیتونه لري.
دغې ښځې ویلي چې غوښتل یې له ښوونځي تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې زدهکړې وکړي. د هغې تجربه د هغو پراخو اندېښنو یوه بېلګه بلل کېږي چې د نجونو د زدهکړو د بندېدو، د کار د فرصتونو د کمېدو او د اقتصادي فشارونو له یوځای کېدو سره تړاو لري.
د «نجونې، نه ناویانې» شبکې د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کم عمره نجونې واده کېږي. د ماشومانو د ژغورنې ادارې په یوه راپور کې ویل شوي چې جګړې، اقلیمي بدلون، طبیعي ناورینونه، بېځایه کېدل، اقتصادي ستونزې او د نړیوالو مرستو د بودجې کمېدل، ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خپلو لوڼو ودول د ستونزو د حل یوه لار وګڼي.
په راپور کې د یوې بلې ښځې تجربه هم رااخیستل شوې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال واده شوې وه. هغې ویلي، له کلونو کورني تاوتریخوالي وروسته له خپل مېړه بېله شوه او ایران ته ستنه شوه. د نوموړې په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه ادارې او بنسټونه هم تړل شوي چې ښځې به د تاوتریخوالي او حقونو د ستونزو لپاره ورته مراجعه کوله. طالبان وايي د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو ملګرو ملتونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند محدودیتونه غندلي دي.