د روغتیا وزارت: د معیارونو نه پوره کوونکو خصوصي روغتونونو فعالیت درول کېدای شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې هغه خصوصي روغتونونه به له فعالیت څخه ودرول شي چې د روغتیايي خدمتونو ټاکل شوي معیارونه نه پوره کوي. وزارت وايي، دغو روغتونونو ته د خپلو نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره لنډ فرصت ورکړل شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، که روغتونونه له ټاکل شوو معیارونو ټیټ کیفیت لرونکي خدماتو ته دوام ورکړي او خپلې ستونزې حل نه کړي، د فعالیت د درولو په اړه به پرېکړه وشي. نوموړي د دې اقدام لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
جلالي همداراز ویلي چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې او درجهبندۍ لپاره د اعتبار ورکولو بهیر به د کابل تر څنګ د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي. د وزارت په وینا، د دې بهیر موخه د روغتونونو د درملنې کیفیت او د فعالیت اړوند معیارونو ارزول دي.
د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان کړی و چې په کابل کې یې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر بشپړ کړی دی. د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رئیس سیفالله معاویه هغه مهال یوې خبري غونډې ته وویل چې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو یوازې دوو د «اې» یا لومړۍ درجې معیار ترلاسه کړی دی.
د معاویه د معلوماتو له مخې، نهو روغتونونو دویمه درجه یا «بي» او ۳۹ نورو درېیمه درجه یا «سي» ترلاسه کړې ده. ۶۵ روغتونونو بیا هېڅ درجه نه ده اخیستې، ځکه د اعتبار ورکولو اړین معیارونه یې نه وو پوره کړي.
په دې ترڅ کې، د خصوصي روغتونونو د خدمتونو د کیفیت په اړه نیوکې دوام لري. د دولتي روغتونونو ځینې مراجعین هم وايي چې په دغو مرکزونو کې د روغتیايي کارکوونکو او درملنې امکانات کافي نه دي او اړین درمل په لازم مقدار نه موندل کېږي. د دوی په وینا، دا ستونزې په لرو پرتو سیمو کې لا جدي دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت په وروستي بیان کې د دولتي روغتونونو د وضعیت په اړه مشخصې څرګندونې نه دي کړې.