د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام: په ۲۰۲۷ کال کې ۹۱ میلیونه کسانو ته مرستو لپاره ۱۲.۱۵ میلیارد ډالر پکار دي

افغان اتلان · پښتو
د خوړو نړیوال پروګرام: په ۲۰۲۷ کال کې ۹۱ میلیونه کسانو ته مرستو لپاره ۱۲.۱۵ میلیارد ډالر پکار دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په ۲۰۲۷ کال کې ۹۱ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۲.۱۵ میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. دغه اټکل په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې په ګڼو هېوادونو کې بشري اړتیاوې لوړې پاتې دي، خو د مرستو مالي سرچینې کافي نه دي.

د پروګرام د نوي پلان له مخې، WFP په ۲۰۲۶ کال کې ۱۰۳ میلیونه کسان د خپلو مرستو په هدف کې شامل کړي وو؛ خو د راتلونکي کال لپاره د مرستې وړ کسانو شمېر کم شوی دی. د ادارې په وینا، دا بدلون د دې ښکارندوی دی چې د بودجې د کمښت له امله باید لومړیتوب هغو خلکو ته ورکړل شي چې له تر ټولو سختې لوږې سره مخ دي.

د غوښتل شوې بودجې شاوخوا ۷۲ سلنه به بېړنیو مرستو ته ځانګړې شي. د پلان له مخې، ۲۴ سلنه بودجه به د خلکو د مقاومت او پر ځان بساینې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي او پاتې څلور سلنه به د لوږې له بنسټیزو لاملونو سره د مبارزې لپاره ځانګړې وي.

ختیځه او سویلي افریقا د WFP تر ټولو لویه عملیاتي سیمه بلل شوې او د ۲۰۲۷ کال لپاره ورته ۴.۶ میلیارد ډالر اټکل شوي، چې د ټولې بودجې نږدې ۳۸ سلنه جوړوي. منځني ختیځ، شمالي افریقا او ختیځې اروپا ته بیا ۳.۲ میلیارد ډالر اړتیا اټکل شوې، چې په دغو سیمو کې د پراخو بشري عملیاتو د دوام اړتیا څرګندوي.

د افغانستان لپاره د WFP مشر جان آیلایف ویلي چې په هېواد کې لوږه او خوارځواکي په چټکۍ سره زیاتېږي. د هغه په وینا، په راتلونکو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه افغانان، چې د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي، له هغې سختې لوږې سره مخ شي چې د خلکو ژوند ګواښلی شي.

ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې د خوراکي بحران له هېوادونو سره تړاو لرونکي ۲۶۶ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي. د WFP د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو نږدې ۷۰ سلنه په زیان‌منونکو یا جګړه‌ځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، جګړه د لوږې له اصلي لاملونو څخه ده، ځکه د خوراکي توکو تولید او بازارونه ګډوډوي، خلک بې‌ځایه کوي او د مرستندویه ادارو لاسرسی محدودوي. سوډان، سومالیا او جنوبي سوډان د تر ټولو سختو وضعیتونو له ډلې یاد شوي؛ افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د غزې تړانګه هم د لوړې بشري اندېښنې سیمې بلل شوې دي.