د امریکا د نیول شویو افغان کډوالو د لېږد طرحه له نیوکو سره مخ شوې

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې په دغه هېواد کې نیول شوي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه طرحه چې د کډوالو د حقونو د مدافعانو او د امریکا د ځینو دیموکراتو قانونجوړوونکو له مخالفت سره مخ شوې ده.
د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر ښايي د دوشنبې په ورځ د لوییزیانا له ایالت څخه پاکستان ته پیل شي. د دغو اسنادو له مخې، ټاکل شوې کډوال له پاکستان وروسته افغانستان ته انتقال شي.
د افغان کډوالو د حقونو مدافعې ډلې «افغان ایوک» د دې پرېکړې غندنه کړې ده. دغې ډلې د هغو افغانانو د پخوانیو همکارانو او کورنیو په اړه د احتمالي پایلو خبرداری ورکړی چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
د امریکا د کانګرس ځینو دیموکراتو غړو هم پر دې پلان نیوکه کړې ده. دیموکرات سناتور ریچارډ بلومنټال ویلي، داسې ښکاري چې امریکا له هغو افغانانو سره پر خپلو کړې ژمنو پښېمانه شوې چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې وه.
د ویرجینیا سناتور ټیم کین ویلي، افغان همکارانو یې له امریکا سره د مرستې لپاره خپل ژوند او هر څه له خطر سره مخ کړي وو. نوموړي د هغوی د کورنیو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د لېږد احتمال د دغو قربانیو پر وړاندې ناعادلانه اقدام بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول چلند به په راتلونکو شخړو کې د امریکا لپاره د همکارانو ترلاسه کول ستونزمن کړي.
دا اقدام په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ټرمپ ادارې تر دې مخکې د افغانانو د بیا مېشتېدنې هغه پروګرام درولی و چې د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د افغان کډوالو د لېږد د پلان د پلي کېدو څرنګوالی او وروستۍ پرېکړه په یادو اسنادو کې په بشپړ ډول نه ده روښانه شوې.