د افغانستان او آذربایجان د مطالعاتو مرکزونه د همکارۍ پر پراختیا سلا شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز استازو آذربایجان ته په لومړي سفر کې د دواړو هېوادونو د مطالعاتي بنسټونو ترمنځ د کاري همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د دې سفر موخه د افغان او آذري کارپوهانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د نظرونو تبادله او د افغانستان او آذربایجان د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو بحثونو زمینه برابرول بلل شوې ده.
په همدې تړاو د «د یوریشیا د لېږد او سوداګرۍ د ټرانسپورټي لارو ستراتېژیک پیوستون؛ سیمهییز اتصال او دوامداره پراختیا» تر سرلیک لاندې ګډه غونډه جوړه شوې وه. په غونډه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وشوې.
د آذربایجان د نړیوالو او څوکلتوري اړیکو د تحلیل مرکز د مدیره پلاوي رییس فرید شفییوف، چې له افغان پلاوي سره یې په ګډه غونډه کې ګډون کړی و، د کسپین بحیرې د حوزې جیوپولیټیک وضعیت پېچلی وباله. نوموړي وویل، آذربایجان د هېوادونو د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د خپلواکو پرېکړو له حق څخه ملاتړ کوي.
شفییوف د افغانستان او آذربایجان د اړیکو تاریخي ریښو ته په اشارې سره پر خپلواکو اقتصادي همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د درېیمګړو هېوادونو له لیدلوري پرته، د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا ته باید پام وشي.
د یاد مرکز رییس زیاته کړې چې د آذربایجان د نړیوالو او څوکلتوري اړیکو د تحلیل مرکز او د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز همکاري کولی شي په راتلونکې کې د ګډو پروژو د پلي کېدو، د کارپوهانو د اړیکو د پراخېدو او د نظرونو د تبادلې لپاره زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت هم ګډون کړی و. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا سفر د دواړو مطالعاتي مرکزونو ترمنځ د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو په لړ کې د افغانستان د پلاوي لومړنی سفر دی.