بریټانیا د ځینو کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ۳۰ کلنې مودې وړاندیز کوي

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود وړاندیز کړی چې رد شوي پناه غوښتونکي دې د اخراج له عملي کېدو یوازې پنځه ورځې مخکې خبر شي. نوموړې همداراز غواړي چې د ځینو کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو موده تر ۳۰ کلونو پورې وغځول شي.
دا وړاندیزونه لا نهایي شوي نه دي او د قانون کېدو لپاره د بریټانیا د پارلمان تصویب ته اړتیا لري. محمود وايي، د اخراج د خبرتیا د مودې کمول به د حکومت لګښتونه راکم او د پروسې وخت لنډ کړي.
د کډوالو د حقونو ادارو او ملاتړو بنسټونو پر دې پلان نیوکه کړې ده. هغوی خبرداری ورکړی چې د اخراج په اړه یوازې پنځه ورځې مخکې خبر ورکول ښايي رد شوي پناه غوښتونکي له سخت رواني فشار او نورو ستونزو سره مخ کړي.
د دایمي استوګنې په اړه د وړاندیز شوې طرحې له مخې، کډوال په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي. هغه کسان چې په وړو بېړیو یا نورو غیرقانوني لارو بریټانیا ته تللي، نه کار کوي او نه زده کړې لري، ښايي د دایمي استوګنې لپاره ۳۰ کاله انتظار وباسي.
په دویمه ډله کې هغه کسان شامل دي چې د بریټانیا له حکومتي مرستو استفاده کوي، د ویزې له شرطونو یې سرغړونه کړې وي، یا په وړو بېړیو ورغلي وي خو هلته کار یا زده کړه کوي. د دې ډلې لپاره د انتظار موده ۲۰ کاله ټاکل شوې ده. هغه کډوال چې کلنی عاید یې له ۵۰ زره پونډو کم وي، د وړاندیز له مخې به د دایمي استوګنې لپاره لس کاله انتظار کوي.
د لوړ عاید لرونکو او مسلکي کارکوونکو لپاره د انتظار موده له درېیو تر پنځو کلونو پورې ټاکل شوې ده. که د یوه کډوال کلنی عاید ۱۲۵ زره پونډه یا تر دې ډېر وي، ښايي په درېیو کلونو کې د دایمي استوګنې شرایط پوره کړي. محمود وايي، په بریټانیا کې د پاسپورټ یا دایمي استوګنې ترلاسه کول ناممکن نه دي، خو لوړ عاید به یې تر ټولو اسانه لاره وي.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره وايي، د بدلونونو هدف دا دی چې په دغه هېواد کې مېشت کډوال کار او زده کړو ته وهڅول شي او د غیرقانوني لارو د راتګ مخه ونیول شي. ازادي راډیو لیکي چې بریټانیا په تېرو وختونو کې د هغو افغان کډوالو لپاره، چې په نورو اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو، د خوښې له ځایونو څخه و؛ خو اوس دغه هېواد ته تګ او د پناه غوښتنې منل کېدل تر پخوا سخت شوي دي.