د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغان نجونې د زده‌کړو د بندیزونو پر وړاندې آنلاین سوداګرۍ او زده‌کړو ته مخه کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په افغانستان کې یو شمېر هغه نجونې چې د طالبانو حکومت له بندیزونو وروسته له ښوونځي او پوهنتون څخه بې‌برخې شوې، ټولنیزې رسنۍ د زده‌کړو د دوام، عاید ترلاسه کولو او له نورو سره د اړیکو لپاره کاروي. دوی وايي، دغه فعالیتونه یې له سختو شرایطو سره د مقابلې او خپلو هیلو د ژوندي ساتلو یوه لاره ګرځېدلې ده.

شل کلنه شبنم رحمتي له شاوخوا یوه نیم کال راهیسې پر ټولنیزو رسنیو شخصي کاروبار کوي. نوموړې د خپلو څارونکو له خوا د ډالیو، خوراکي توکو او د کور د اړتیا وړ وسایلو فرمایشونه اخلي او بیا یې د پېرېدونکو کورنیو ته رسوي. شبنم د خپلو محصولاتو د بازارموندنې لپاره د خپل کار ویډیوګانې هم جوړوي او خپروي؛ د هغې په وینا، ډېری څارونکي یې له افغانستانه بهر ژوند کوي.

رحمتي وايي، کله چې د طالبانو حکومت د هغې د ښوونځي د دولسم ټولګي پر مهال د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، له زده‌کړو پاتې شوه. نوموړې زیاتوي چې آنلاین کاروبار یې د عاید او اقتصادي خپلواکۍ زمینه ورته برابره کړې، خو زده‌کړې لا هم د هغې د بریا له مهمو هدفونو څخه دي او غواړي په راتلونکي کې یې بیا دوام ورکړي.

د ازادي راډیو د راپور له مخې، ۲۳ کلنه اسرا صافي هم د دغو نجونو له ډلې ده. هغه د پوهنتون په لومړي کال کې وه چې له زده‌کړو محرومه شوه. اسرا اوس د جامو او حجابونو پلور کوي، انګلیسي ژبه زده کوي او د خپل ورځني ژوند ویډیوګانې خپروي. نوموړې وايي، پر ټولنیزو رسنیو فعالیت یې نه یوازې له بې‌کارۍ سره د مبارزې وسیله ده، بلکې د اړیکو جوړولو او تجربو شریکولو فرصت هم ورته برابر شوی دی.

د مزارشریف، هرات، کندز او کابل یو شمېر نورو نجونو هم ویلي چې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو وړتیاوو د څرګندولو، د انلاین کورسونو د تعقیب او د اقتصادي خپلواکۍ لپاره کار اخلي. دوی د خپل ژوند او تجربو په اړه د ویډیوګانو له خپرولو سره هڅه کوي، هم ځان بوخت وساتي او هم هغو نجونو ته هیله ورکړي چې له ورته یا لا سختو شرایطو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، د همدې کال په پای کې یې نجونې له پوهنتونونو او په ۲۰۲۴ کال کې یې له طبي انسټیټیوټونو هم منع کړې. د یونیسف د راپورونو له مخې، د دغو بندیزونو له امله شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو پاتې دي. خو د راپور له مخې، انلاین فعالیتونه هم له ستونزو خالي نه دي؛ د انټرنېټ لوړ لګښت، کورني او ټولنیز محدودیتونه او انلاین ځورونه هغه ننګونې دي چې دا نجونې ورسره هره ورځ مخامخ دي.