پښتو ادب · شاعران
عظم الدين عليمي
د عظم الدين عليمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
21 خپاره شوي شعرونه
لعنت دې پر وجود شه کثافته پاکستانهبشپړ شعر ولولئ
لعنت دې پر وجود شه کثافته پاکستانه
عظم الدين عليمي
نن ماښام په کابل کې چټلستاني هوايي بریدونو د کابل په اتمه ناحیه کې درې سوه تنه معتادان چې د درملنې لاندې وو، شهیدان یا ټپیان کړل.
لعنت دې پر وجود شه کثافته پاکستانه
بچی د ښکېلاکگره بې همته بې وجدانه
جنراله پنجابیه نه شرميږې ای نوکره
اسلام دې شرمولی نه انسان نه مسلمانه
په تا کې ده پرته د کوم وحشي ځناور تومنه
روزلی یې شيطان د شيطنت په لار روانه
وژو د مسلمانو گاونډيانو ته اجیره
سرټیټی قوماندې ته د پرنگه بې ایمانه
هغې ورځې راهیسې چې ښکېلاک وزیږولې
چټل ستا عملونه دي مالوم چټلستانه
درې سوه معتادان دې په کابل کې شهیدان کړل
حرامه ستا نطفه ده ژر شه ورکه له جهانه
عظم الدين عليمي ١٦/٠٣/٢٠٢٦
د وطن د ننگ جگړهبشپړ شعر ولولئ
د وطن د ننگ جگړه
عظم الدين عليمي
د وطن د ننگ جگړه وه دوي کوله
د افغان د ننگ شمله یې جگوله
پر ميړانه يې آفرین هیوادوال وايي
پنجابي جنرال ته یې توره وښووله
د دیورند ښکېلاکي کرښې په اوږدو کې
شاه ځلميانو د غيرت چيغه وهله
د عاصم منير رگو کې وینې مړې شوې
گوته یې خوله کې شجاعت ته ونیوله
د غازيانو ویاړگټلو عمر ډېر شه
شهیدان دې جنتيان وي تل تر تله
لر و بر افغانان یو وجود یو تن دي
څوک يې نه شي بیلولی یو له بله
یوه ورځ به پر يوه مرکز راټول وي
له آمو تر اباسين ورونه بیاځله
مزدورانبشپړ شعر ولولئ
مزدوران
عظم الدين عليمي
چې ترڅو وي مزدوران پکې مشران
اسلامي نړۍ به سوځي په نیران
ټرمپ به غورځوي خولۍ پورته آسمان ته
د بزنیس ژرنده به يې نه ويني هیڅ زیان
که مظلوم زیارکښ وگړي متحد شي
هوښياري پيدا کړي وپيژني ځان
د نوکرو لډرانو ټغر ټول کړي
مستقل شي د پردیو له فرمان
بیا به ستونزې د ژوندون کاندې هوارې
هوساینه به يې نصيب شي د وجدان
څه ولیکم؟وطن واييبشپړ شعر ولولئ
څه ولیکم؟وطن وايي
عظم الدين عليمي
څه ولیکم؟
وطن وايي
یوه پټه خزانه افغانستان یم
پیژندلی ښکېلاکگرو د جهان یم
ځان غوښتل مې د بچيانو یو لامل دی
چې ځپلی یرغلگرو هر زمان یم
ژړولی کړولی رنځولی
پر بچو خپلو پردیو ډېر اسان یم
استعمار مې د بدن ټوټه پرې کړې
لدې درده څو لسیزې پریشان یم
د خپل ځان د سالميت اعاده غواړم
له امو تر اباسين یو گلستان یم
که له پوهې برخمن مې هر بچی شي
بیا ځلا کوم سور ستوری د آسمان یم
بیا به مينه محبت وي په ستر کور کې
زه به ښکلی ښایسته شوی په عرفان یم
جغرافیه کې به مې نوم د نفاق نه وي
اتفاق کې به سرلوړی خرامان یم
په کاږه نظر به نه گوري څوک ماته
له نړۍ سره به سیال معمور ودان یم
څه وليکم؟بشپړ شعر ولولئ
څه وليکم؟
عظم الدين عليمي
شـرمــيــدلـي تــور مـخــونـه لـيـونـي
پـر آنـلايـن کــوي گـواښـونـه لـيـونـي
دروازې يــې ټــکـــولــي د پــــرديــــو
وايي بـيـا کـانـدي جـنـگـونـه لـيـونـي
څلوېښت کاله يې ځورولي هيوادوال
تـش لـه رحـمـه کـاڼـي زړونـه لـيـونـي
دي مـعـتـاد پر ويـنـو څښلو د مظلوم
خــونـريـزۍ تــه مــلا تــړلـي لـيـونـي
جنگوي د زيارکښـانـو خـوار بـچـيـان
ژړوي مــيــنــدې پـلــرونــه لـيــونـي
له سـاړه بـاده سـاتـي خپل نـازولـي
مست خمار کړي عشرتونـه لـيـونـي
د غـــلا لـه بــرکــتــه پــه بـهــر کـې
لـري مال پيسې قصـرونـه لـيـونـي
د وطن د غلـيـمـانـو مـزدوري کـړي
ورنـه غـواړي مـنـصـبـونـه لـيـونـي
لـه هـيـواده تـښـتـوي سـولـه کـرار
ځـانـپـلـورلـي ټـيټ سرونه لـيـونـي
غږ کوم پـر اسلامي امـارت بـانـدې
چې کړي سم, ناسم کارونه ليـوني
ښوونځي پرانيزئ ژر پرمخ د نجونو
پـام چـې نـه کړئ ولـسونـه لـيـوني
د کار حق د ښځو هم پوره خوندي کړئ
چې خنثی شي تبلـيغـونه لـيـونـي
بـيـا تـکـرار د تجربـو تـېـرو ناکامو
کړي له عقله تش مـغـزونـه لـيـوني
ځينې وايي مرموز لاس د بل ناولی
کـنـي تـاسـې تـه کـنـدونـه لـيـونـي
درنه اخلي حمايت د خپلو خلکو
ورسـره دي پـلانــونــه لـيــونـي
څه وليکم؟بشپړ شعر ولولئ
څه وليکم؟
عظم الدين عليمي
زړه د اسيا کې څه اوږدې د زړه چاودون لارې شوې
کـرونـا ځـپـلـي لـره سـخـتـې د لـيـکـون لارې شوې
ژوندون ډېر تريخ دی د خوږو جوهر ترې کډه کړې
د خـوارو بـرخـې د دردونـو کـــړيــدون لارې شوې
د مـظـلـومـانـو بـچـي سـوځـي پکې لولپه شول
د اور له سرو لمبو يې ورکې د وتون لارې شوې
د سترځواکانو دسيسو لوي ماتمسراي جوړ کړی
پر گريوانو هميش د اوښکو بهيدون لارې شوې
افـغـانـسـتـان د غـارتـگـرو ورانـکـارۍ تـبـاه کړ
پـه فـسـادونـو کـې غـرقـابـې د سمون لارې شوې
د جنگ دوام ته يې وسيلې دې رنگارنگ موندلې
د نيواکگرو پر افغان هـيـواد د يون لارې شوې
بـيـړۍ روانـه د گـرداو پـر خـوا چـټـکـه درومي
لـه مـاڼـوگـانـو نه خطا د رسا تلون لارې شوې
د اتـحـاد واټ کې قدم نه ږدي رسوا سياسيون
پر نيواک خرڅې د يو ټينگ ملي تړون لارې شوې
کـڼـو شـپـنـو کـړې د لـيـوانـو خوراک خپلې رمې
وزې يوه خوا او پر بله خوا د شپون لارې شوې
د پـيـسو مـيـنـې ورنـه مينه د وطن هېره کړه
د مفسد خوښې د ډالـرو د افسـون لارې شوې
تـورې وهـي خـو لـه گـفـتـاره يې جهالت څاڅي
طالبي لارې د ښوونځيو د سوځون لارې شوې
اشغال راضي دی له فساد هم له جهاده ځنې
ولس تـه پـاتـې د فرياد او ژړيدون لارې شوې
تورو اوږدو شپو کې ځلا د يو سور ستوري نشته
پر افـغـان بـنـدې د سهار و سباوون لارې شوې
د پـنـجـاب پـوځـي ماشـيـنبشپړ شعر ولولئ
د پـنـجـاب پـوځـي ماشـيـن
عظم الدين عليمي
د پـنـجـاب پـوځـي ماشـيـنـه بـدفـرجـامه
د مــکــرونــو فــريـبــونـو لـــويــــه دامــه
جـهـــالـت دې وســيـلـه د وحـشــــتــو کړ
جــوړه کـړې دې پـرده لـه پــاک اســلامـه
تـه صنعت د پـرنـگـي مـاهـر شـيـطـان يې
جـال کې نيسي سـاده گان لـه هـر انـدامـه
څلويښت کاله دې افغان په اور کې وسوو
ويــره نــه کــړې د تــزويــر لـه بـد انجامـه
تــا د ويــنـــو ويــالــې ډېــــرې بــهـــولــي
لـه امــو تــر ابــاســيــن مــکــار بـدنـامــه
د انـگـريـز د خــارســتــان تــوره اغځـيـه
خـلاص بـه نـه شـې د لـر بـر لـه انتقامـه
چې يو ځل د خلکو زور کړي سر راپورته
آرامـي بـه کـړي پـر تـا بـانـدې حـــــرامـه
ای افغانه! څه وليکم؟بشپړ شعر ولولئ
ای افغانه! څه وليکم؟
عظم الدين عليمي
څه وليکم؟
!ای افغانه
سم انسان شه
يو کاروان شه
وځلېږه
لکه ستوری د آسمان شه
ــ * * * * * * * * * * * * * * *
نور جنگ بس دی ليونيه
وږی تږی د قدرته
گټه کړی نه شې قسم دی
د پرديو له خدمته
څه نادودې دې ونکړې
ای منکر له ندامته
د نفرت د اغځو ياره
ای دوښمن د محبته
يو خوشبويه گل د مينې د بوستان شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * *
تا اخيستې له چا نه ده
قباله د ستر وطن
دا هيواد ويجاړوه مه
د اغيارو په گفتن
ولې تښتې له نرخونو
د نيکونو د مسکن
شاو خوا ته دې خوځيږي
پرديپال پمن پمن
د يتيم له آه ناترسه له الله ځنې ترسان شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
د فساد له ډنډه ووځه
کثافت دی بدبويي ده
کړه شنوا کاڼه غوږونه
ستا په برخه رسوايي ده
د اوچتو غرو هيواد کې
ناروا بې همتي ده
مظلومان کړي فريادونه
جنگ راوړې تباهي ده
ترهگرو, لنډغرو کور مو ونړيږه وران شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
د اشغال نيانځکو ولې؟
ستاسې خوښه بلواکي ده
چوکۍ غواړئ اجنبي نه
اشغالگر ته مو زاري ده
د تاريخ پاڼې گواه دي
دلته غوره خپلواکي ده
په دې خاوره د غيرت کې
تل مردوده بې ننگي ده
د نفاق خزانه ورک له تاريخي افغانستان شه
ــ * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
!ای افغانه
سم انسان شه
يو کاروان شه
وځليږه
لکه ستوری د آسمان شه
د زړه بړاسبشپړ شعر ولولئ
د زړه بړاس
عظم الدين عليمي
که وطن ژغورئ نو په خپل منځ کې بخښنې وکړئ
ريښتينې غيږې ورکړئ سمې تېريدنې وکړئ
که په تېر وخت کې لټوئ د پېښو پټې ريښې
لاړ شئ هابيل هم له قابيل ځنې پوښتنې وکړئ
تاريخ به وليکي د هر چا ښه و بد يو مهال
د تـاريـخـپـوهــو پر ليکنـو مو بسنې وکړئ
د خلکو گټې که د ځـان له گټـو پورته گڼئ
مکر و ريا بس دی د صدق په لار تلنې وکړئ
ټاپې د کفر په سيندونو کې لاهو کړئ نورې
غم د راتـلـونـکـې ترقۍ او هوساينـې وکړئ
نه مو الله, نه مو انسان, نه مو جهان بخښي
د دين په نوم که چيرې بيا سرغوڅونې وکړئ
له فساد لاس واخلئ ملي شتمنۍ مه لوټوئ
نور د محتاجو هيوادوالو لاس نيونې وکړئ
سياستوالو د خيرات کچکول مو وغورځوئ
د خـپـل ټـاټـوبـي د ثـروت مـو پلـټنې وکړئ
ځانونه سيال کړئ په نړۍ کې له سيالانو سره
پر ځان بسيا افغانستان کړئ زيارايستنې وکړئ
زده کړه پر نر اوښځه فرض پوهه رڼا راوړي
د روښنايۍ موندو لپاره ښې څيړنې وکړئ
غوره دودونه د اجدادو کړئ خوندي او مصئون
له بشري ضد عنـعـنـو يې ځان ساتنې وکړئ
د انـسانـيـت لاره د مـيـنـې مـحـبـت لاره ده
کرکې لـه زړونـو نـه بهر او پيرزوينې وکړئ
د افغان خـاوره د اغـيـارو لـه يرغل وساتئ
د خپل امو ـ اباسين منځ کې تازه ژمنې وکړئ
“عليمي” هسې د خپل زړه بړاس راوايستلو
باور مې نه شي افغانانو که دا کړنې وکړئ
ناچاريبشپړ شعر ولولئ
ناچاري
عظم الدين عليمي
بـېـګـنـاه مـې ځــوروي وکـړمـه څــــه
مـا بـېـځـاي بـدنـامـوي وکــړمـه څــــه
مـخ د ځـمـکـې بـانـدې نـلـرم غـمـخـور
دا نــړۍ مـې شــرمـوي وکـړمـه څــــه
د اسـمـان غـوږونـه هـم راتـه کاڼـه دي
هیڅ مې نه اوري ځګيروي وکړمه څه
غورځوي مې په زور غېـږ ته د پنجاب
لـه وطـنـه مـې شــړي وکــړمــه څـــه
لـویـدیـزیان دې ټول په ما پسي راغلي
ما تـه ورور رالـمـســوي وکــړمـه څه
د هــغــه زړه کـې يـې کـرکـه ده کـرلې
زمـا زړه کـې یـې هـم کري وکړمه څه
دا وطن د پــلار نـیـکـه راتـه په کرکـو
ورانـــوي او ړنګـــوي وکــړمــه څــه
ښه پوهیږم ټولې چارې يې قصدی دي
را تـه جـنـګ لا اوږدوي وکـړمـه څــه
مجاهد نـه طالب جوړشـو بـیـا داعـــش
پـروژې تـل بــدلــوي وکــــړمـــه څــه
جـذبـوي مې داعشي پروژه ځــانــتـه
د چـــا ظلـم مـې اړ کـوي وکـړمـه څـه
لـه هیڅ جـوره يې پر ما ډډه و نکړه
تــرهــګــري پـر مــا تـپـي وکړمه څـه
د نـظـر وسـعـت پیدا نه شو افغان کـې
ورور پر ورور باندې وهي وکړمه څه