د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عظم الدين عليمي

څه ولیکم؟وطن وايي

څه ولیکم؟
وطن وايي
یوه پټه خزانه افغانستان یم
پیژندلی ښکېلاکگرو د جهان یم

ځان غوښتل مې د بچيانو یو لامل دی
چې ځپلی یرغلگرو هر زمان یم

ژړولی کړولی رنځولی
پر بچو خپلو پردیو ډېر اسان یم

استعمار مې د بدن ټوټه پرې کړې
لدې درده څو لسیزې پریشان یم

د خپل ځان د سالميت اعاده غواړم
له امو تر اباسين یو گلستان یم

که له پوهې برخمن مې هر بچی شي
بیا ځلا کوم سور ستوری د آسمان یم

بیا به مينه محبت وي په ستر کور کې
زه به ښکلی ښایسته شوی په عرفان یم

جغرافیه کې به مې نوم د نفاق نه وي
اتفاق کې به سرلوړی خرامان یم

په کاږه نظر به نه گوري څوک ماته
له نړۍ سره به سیال معمور ودان یم

د شاعر نور شعرونه ←