پښتو ادب · شاعران
فتانه ژوند
د فتانه ژوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غوښې مېبشپړ شعر ولولئ
غوښې مې
فتانه ژوند
د باد په یو واړه پوکي سره ځي
پر هډوکو ځوړند جسد مې
ورو ورو خپل توان بایلي.
د بدن وینې مې
په شګه کې
خال خال جذبېږي.
له پښو مې
سا په راختو ده
لاسونه مې
په بدن پسي ځوړند پراته دي.
خو
سترګې مې لا هم
د یوې پراخې دښتې په منځ کې
د یوې مجسمې
په ماتو شوو ټوټو کې
خښې پاتې دي
چې باد ورباندي
شګې دوړوي
د هغې په څنګ کې
ولاړه لوحه ښکاري
چې پر مخ یې
د یو ورک شوي عظمت
وروستی لیک پاته دی.
کاشکېبشپړ شعر ولولئ
کاشکې
فتانه ژوند
ما به هم خپل ځان خپله یو ځای ته رسولی وو!
کاشکې خو مې ژوند د لاس او پښو اختیار راکړی وای
ولي به د تورو تورو شپو له شا نه پټه وم
کاشکې خو یې ماته هم ورځ چانس یو وار راکړی وای
ولي به زه دومره د خپل ځان په شتون خفه ومه
(کاشکې خو یې ماته هم لږ ډاډ مې پلار راکړی وای)
یا دغه وطن یا دغه کلی ټول یاغي نه وای!
یا راته ځایګی په دې کوڅو کې ښار راکړی وای
ما به مې هم غاړې ته امیل ترې نه جوړ کړی وو
کاشکې خو یو څه قدر بې قدره یار راکړی وای
زه به د پردو په ښار کې ولي سوالګره وم!
کاشکې خو د سوال په ځای کوم چا روزګار راکړی وای
***************************************