افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غوښې مې
د باد په یو واړه پوکي سره ځي
پر هډوکو ځوړند جسد مې
ورو ورو خپل توان بایلي.
د بدن وینې مې
په شګه کې
خال خال جذبېږي.
له پښو مې
سا په راختو ده
لاسونه مې
په بدن پسي ځوړند پراته دي.
خو
سترګې مې لا هم
د یوې پراخې دښتې په منځ کې
د یوې مجسمې
په ماتو شوو ټوټو کې
خښې پاتې دي
چې باد ورباندي
شګې دوړوي
د هغې په څنګ کې
ولاړه لوحه ښکاري
چې پر مخ یې
د یو ورک شوي عظمت
وروستی لیک پاته دی.