افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
کاشکې
ما به هم خپل ځان خپله یو ځای ته رسولی وو!
کاشکې خو مې ژوند د لاس او پښو اختیار راکړی وای
ولي به د تورو تورو شپو له شا نه پټه وم
کاشکې خو یې ماته هم ورځ چانس یو وار راکړی وای
ولي به زه دومره د خپل ځان په شتون خفه ومه
(کاشکې خو یې ماته هم لږ ډاډ مې پلار راکړی وای)
یا دغه وطن یا دغه کلی ټول یاغي نه وای!
یا راته ځایګی په دې کوڅو کې ښار راکړی وای
ما به مې هم غاړې ته امیل ترې نه جوړ کړی وو
کاشکې خو یو څه قدر بې قدره یار راکړی وای
زه به د پردو په ښار کې ولي سوالګره وم!
کاشکې خو د سوال په ځای کوم چا روزګار راکړی وای
***************************************