د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عادل اڅګزی – چمن پښتونخوا

د عادل اڅګزی - چمن پښتونخوا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

يوازنۍ هيلي !بشپړ شعر ولولئ

يوازنۍ هيلي !

عادل اڅګزی - چمن پښتونخوا

دسهارګاه نسيمه

تاته سرتو رۍ ناست يم

ژرسه لږ بيړه کوه

په حال مي ځان کړه خبر

ورسه پرلور دهغه

چي يې زړګئ له ما نه

په ناترسي دئ وړۍ

تش ورته دومره وايه

چي هغه خوار او ستړئ

چي يې تا زړه دۍ وړئ

هغه بې زړه غوندي کس

له ډېره وخته څخه

ستا د راتګ په هيله

په نا قرا ره توګه

په اوښکو ډکو لېمو

لاره څاري و تاته

د سها ر ګاه نسيمه

تش دا يوه هيله ده

تش په دې هيله باندي

پا يم او ژوند کومه

که دا هم ور ژېده

نو دا به ياده لرې

په هغه دم هغه ورځ

به مي له تنه څخه

روح په الوت اخته سي

کالبوت به پا ته سمه

هيڅ به کولاي نسم

هيڅ به ويلاي نسم

بيا به نو څوک ژړيږي

بيا به نو څوک خنديږي

بيا به څوک هيڅ نه وايي

بيا به څوک هيڅ نه وايي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅګزی - چمن پښتونخوا

خپله اجرا کاندي په حساب ورقي اړوي

وخت له هره ژونده د شبا ب ورقي اړوي

پر غو لي مي د کور نن د خزان بادونه څر خي

وني يې چپه کړې دګلاب ورقي اړوي

ستا د لا ر ښو ونو اخر دا پا يله را ووته

يار ګنا ه پرست سو دثوا ب ور قي اړوي

کميس د توري شپې دی څا پېر يا ل په ځان اغوستۍ

ورځ يې کړل بد رنګه دافتا ب ورقي اړوي

عادله د ژوند ورځي دا سي ځي لکه ما شوم چي

بې له کو مه لوسته د کتاب ورقي اړوي

هيله ده چي ځوان شاعر عادل جان د شعر لوستنه زياته کړي او راتلونکي کي تر دې خواږه شعرونه بېنوا ويبپاڼي ته راواستوي .