افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1653 شاعران10764 شعرونه
غزل
خپله اجرا کاندي په حساب ورقي اړوي
وخت له هره ژونده د شبا ب ورقي اړوي
پر غو لي مي د کور نن د خزان بادونه څر خي
وني يې چپه کړې دګلاب ورقي اړوي
ستا د لا ر ښو ونو اخر دا پا يله را ووته
يار ګنا ه پرست سو دثوا ب ور قي اړوي
کميس د توري شپې دی څا پېر يا ل په ځان اغوستۍ
ورځ يې کړل بد رنګه دافتا ب ورقي اړوي
عادله د ژوند ورځي دا سي ځي لکه ما شوم چي
بې له کو مه لوسته د کتاب ورقي اړوي
هيله ده چي ځوان شاعر عادل جان د شعر لوستنه زياته کړي او راتلونکي کي تر دې خواږه شعرونه بېنوا ويبپاڼي ته راواستوي .