پښتو ادب · شاعران
بلال احديار
د بلال احديار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بلال احديار
ګل ویل غمجن یمه د عشق کمال ته نه رسم
تور اوربل
کې پروت یمه د زنې خال ته نه رسم
مانه هم بې وسه کایناتو کې به څوک ګورۍ
زلفو کې بندي یم خو د زلفو
ټال ته نه رسم
وګوره بلا ښکلي مو لاسو کې مستۍ کوي
څومره بدنصیبه یم چې ستا جمال ته نه رسم
دا د چا ازار دې که صنم ستا بد دعاوې دي
ستا تر کوڅې لاړ شمه زه ستا دیوال ته نه رسم
اوس مې
د شینکي تاویز اثر هم تا ته نه رسي
هر څومره که کوډې کړم خو ستا وصال ته نه رسم
څنګه دې له تورو
کمڅو سپین جبین ته ورشمه
زه دتیارو ښار کې دومره زر مشال ته نه رسم
څنګه په اذان زه د وطن تیارې
رڼا کړمه
زه عجم بلال یمه عرب بلال ته نه رسم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بلال احديار
غزل
لکه بورا نه څوک ګلونه اخلي
ژوند
له ما داسی ارمانونه اخلي
ګلو ته ګوره
په ګاونډ کې د یار
جانان ته ګوري ترې رنګونه اخلي
دزلفو
ټال کې می لګ وزنګوه
ستا د فراق شپې می خوبونه اخلي
صیاد نظر می د خوبانو چم کې
ګرځي په زور ځانته غمونه اځلي
د کوه قاف ښاپیرۍ تاته وایم
لوړ دی ځمانه څوک
نازونه اخلي
نور یې په طمع د دعا نه راځو
شیخ خپله مست دی ډک
جامونه اخلي
د احدیار زړه درته څنګ لمبه کړم
سوي
سکاره چرته اورونه اخلي
پیښور پوهنتون
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بلال احديار
غزل
زړه دپتنګ په څير مې سوځي هيڅ اواز نه لري
لکه بې ژبې رباب سر نه لري ساز نه لري
خود به ناصحه د ساقي د در سلام کومه
چې محمود زړه مې یوه زرې دې اياز نه لري
ستا په ادا دا دکرم څپې د کومه راغلې
هسکه غړۍ دې کږه نشوه څنګه ناز نه لري
څنګ دامید شهباز مې
لاړ شي تر لمن د اسمان
دا بې وزرو خو په خیال کې هم پرواز نه لري
ته یې د خپل حسن مغروره زمزمو کې ډوبه
زمونږه اوښکې ستا نظر کې هیڅ امتیاز نه لري
ته به د هر مین کعبه وای ،کلیسا او مندر
احدیار څه
وکړي هیڅ نلري اعجاز نه لري
پيښور پوهنتون
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بلال احديار
غزل
تړمو اوښکو مې ګریوان لمبه لمبه کړو
د یار غم راته ارمان لمبه لمبه کړو
اشنا نه راځي ځه هسی لارې څارم
انتظار کښې مې خپل ځان لمبه لمبه کړو
چې نزول ستا د یادونو راشروع شو
اسویلو مې شین اسمان لمبه لمبه کړو
ستا دزلفو قیدخانې نه چې تلې نه شوم
د زړه اه مې ټول زندان لمبه لمبه کړو
یو ځه ډوب په سمندر د مینې نه یم
دې مرض خو هر انسان لمبه لمبه کړو
مخ دې اړوه، بیا خانده ، دا به خه وي
ستا خندا خدائ شته جهان لمبه لمبه کړو
احدیار څه بینوا هم نه وۀ خلقه
دا خو هجر د جانان لمبه لمبه کړو
اسلامیه کالج پیښور