د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بلال احديار

غزل

غزل
لکه بورا نه څوک ګلونه اخلي
ژوند
له ما داسی ارمانونه اخلي

ګلو ته ګوره
په ګاونډ کې د یار
جانان ته ګوري ترې رنګونه اخلي

دزلفو
ټال کې می لګ وزنګوه
ستا د فراق شپې می خوبونه اخلي

صیاد نظر می د خوبانو چم کې
ګرځي په زور ځانته غمونه اځلي

د کوه قاف ښاپیرۍ تاته وایم
لوړ دی ځمانه څوک
نازونه اخلي

نور یې په طمع د دعا نه راځو
شیخ خپله مست دی ډک
جامونه اخلي

د احدیار زړه درته څنګ لمبه کړم
سوي
سکاره چرته اورونه اخلي



پیښور پوهنتون

د شاعر نور شعرونه ←