د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بلال احديار

غزل

غزل
زړه دپتنګ په څير مې سوځي هيڅ اواز نه لري
لکه بې ژبې رباب سر نه لري ساز نه لري
خود به ناصحه د ساقي د در سلام کومه
چې محمود زړه مې یوه زرې دې اياز نه لري
ستا په ادا دا دکرم څپې د کومه راغلې
هسکه غړۍ دې کږه نشوه څنګه ناز نه لري
څنګ دامید شهباز مې
لاړ شي تر لمن د اسمان
دا بې وزرو خو په خیال کې هم پرواز نه لري
ته یې د خپل حسن مغروره زمزمو کې ډوبه

زمونږه اوښکې ستا نظر کې هیڅ امتیاز نه لري
ته به د هر مین کعبه وای ،کلیسا او مندر
احدیار څه
وکړي هیڅ نلري اعجاز نه لري

پيښور پوهنتون

د شاعر نور شعرونه ←