د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عصمت الله عزام

د عصمت الله عزام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

مه ورځهبشپړ شعر ولولئ

مه ورځه

عصمت الله عزام

آبادکړه مسجدونه سينماته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه ناروا ته مه ورځه

دعوه دي داسلام ده چي زه يم مسلمان
هم وايې امتي يم دنبي آخرزمان

رښتياکه ته مؤمن يې نوګناه ته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه

سړيه پاک الله مو په هرکارباندي خبردی
الله په هغه پوه دی چي په زړه کي دي ګذردی

تکليف کي مسلمانه دقبرخواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه

روان په هغه لارشه چي وي دپيغمبر
له نورونه ځان بېل کړه که وي چيري کدر

عمل دي په قرآن کړه بلي خواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه

دُنياهسي دوکه ده،که نن ده سباخونه ده
وفانشته په دې کي که اوس ده بياخونه ده

دريادکړه آخرت دغي دُنياته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه

عزامه تل غواړه کومک له خپل مولی
قيامت مودی په مخکي تېريږي دادُنيا

مسجددالله کوردی بلي خواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

عصمت الله عزام

مخکي شومؤمن دخپل رب نافرمانئ کي
بدئې ټول کارونه شول
ختم شولودين دمسلمان په زندګئ کي
خوارنن مسجدونه شول
خولې سره وينادکليمې وي خوايقان نوي
زړه کي ئې درب اوپيغمبرهيڅ احترام نوي
بدله شوه تګلاره له رسول غم او ښادئ کي
هرخوارواجونه شول
پاته عبادت شولوابادي سينماوې شوې
ختم تلاوت شولودهرچاپه ژبه ګاني شوې
ښځي دمؤمن کړي نن ګډاپه خوشحالئ کي
جوړنن مجلسونه شول
چرس،سګريټ نسواراونشه بولي حلال
شرم نکړي دې باندي دابولي کمال
خونداخلي بې حده د نسواروپه دبلئ کي
ډېرغلط کارونه شول
لاس کي دماشوم دکتاب په ځای باجئ وي
سلوکي دشلوبه په لاس کي بستئ وي
ځان ورته بې خونده ښکاري ګرځي چي خولئ کي
ډېرعجيب حالونه شول
ليکه په هروخت کي عزامه دغسي نظمونه
غواړه دحياءله ربه تل درته سوالونه
اميدداجروکړه له مولی په دې خوارئ کي
ښکلي دي نظمونه شول .

اتل مجاهدتهبشپړ شعر ولولئ

اتل مجاهدته

عصمت الله عزام

په تن دي دي زخمونه دادچالپاره دي
داورکړه دالله ده چي مولی لپاره دي
هدف ئې بل څه نوي صرف الله خوشحالوي
نه ښايې چاته ځان نه پرې دُنياپيداکوي
بې طمعي بې لالچه دالله لپاره جنګ کړي
تيارشوي جنتونه دې فدالپاره دي
دُنياکي رب پيدادعبادت لپاره يو
نورهرڅه ئې پيدازمااوستالپاره دي
چي ژوندعزامه څوک درب په رضاتېرکړي
خندااوخوشحالئ ئې دبقالپاره دي