د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عصمت الله عزام

نظم

مخکي شومؤمن دخپل رب نافرمانئ کي
بدئې ټول کارونه شول
ختم شولودين دمسلمان په زندګئ کي
خوارنن مسجدونه شول
خولې سره وينادکليمې وي خوايقان نوي
زړه کي ئې درب اوپيغمبرهيڅ احترام نوي
بدله شوه تګلاره له رسول غم او ښادئ کي
هرخوارواجونه شول
پاته عبادت شولوابادي سينماوې شوې
ختم تلاوت شولودهرچاپه ژبه ګاني شوې
ښځي دمؤمن کړي نن ګډاپه خوشحالئ کي
جوړنن مجلسونه شول
چرس،سګريټ نسواراونشه بولي حلال
شرم نکړي دې باندي دابولي کمال
خونداخلي بې حده د نسواروپه دبلئ کي
ډېرغلط کارونه شول
لاس کي دماشوم دکتاب په ځای باجئ وي
سلوکي دشلوبه په لاس کي بستئ وي
ځان ورته بې خونده ښکاري ګرځي چي خولئ کي
ډېرعجيب حالونه شول
ليکه په هروخت کي عزامه دغسي نظمونه
غواړه دحياءله ربه تل درته سوالونه
اميدداجروکړه له مولی په دې خوارئ کي
ښکلي دي نظمونه شول .

د شاعر نور شعرونه ←