پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مه ورځه
آبادکړه مسجدونه سينماته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه ناروا ته مه ورځه
دعوه دي داسلام ده چي زه يم مسلمان
هم وايې امتي يم دنبي آخرزمان
رښتياکه ته مؤمن يې نوګناه ته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه
سړيه پاک الله مو په هرکارباندي خبردی
الله په هغه پوه دی چي په زړه کي دي ګذردی
تکليف کي مسلمانه دقبرخواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه
روان په هغه لارشه چي وي دپيغمبر
له نورونه ځان بېل کړه که وي چيري کدر
عمل دي په قرآن کړه بلي خواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه
دُنياهسي دوکه ده،که نن ده سباخونه ده
وفانشته په دې کي که اوس ده بياخونه ده
دريادکړه آخرت دغي دُنياته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه
عزامه تل غواړه کومک له خپل مولی
قيامت مودی په مخکي تېريږي دادُنيا
مسجددالله کوردی بلي خواته مه ورځه
تباه به شې بربادبه شې مسلمه نارواته مه ورځه