پښتو ادب · شاعران
عبدالحمید ستانکزی
د عبدالحمید ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
ولې شوې راپېښهبشپړ شعر ولولئ
ولې شوې راپېښه
عبدالحمید ستانکزی
ستا دې شوخو سترګو دواړه سترګې راته درې کړې
سپین مخ و ښکلا دې د زړه ستنې را ایرې کړې
ستا د مخ شغلې دي که زردشت دې رانه جوړ کړ
جوړه سره شغله شوې په ما تاو دې سرې لمبې کړې
هر څه خو مالوم دي پاس آسمان دی لاندې ځمکه
څه چې نامالوم دي ستا جادو راته سپېرې کړې
ولې شوې راپېښه شرق او غرب دې رانه ورک کړ
سترګې خو دریاب دي خو تا جوړې ترې ویالې کړې
حسن دې هستي ده ترې رالاندې دې دنیا کړه
لمر او سپوږمۍ ستا شوې په ما جوړې دې تیارې کړې
ستا د تورو زلفو ځلا لمر په ننګ کې ګیر کړ
هره خو سیالۍ وي دې سیالۍ دې زلزلې کړې
سر درته سرتور کړم مینې لېرې شه شور مکړه
ستا شور و شرر دی چې یې جوړې ولولې کړې
انسانیتبشپړ شعر ولولئ
انسانیت
عبدالحمید ستانکزی
موږ په اصل کې ذره یو له یوه نوره
جلا شوي نومول شوي کور په کوره
له آدمه تر دې دمه دا بهیر دی
چې راغلي یو نو ځو به نور په نوره
دې خاورین ستوري ته کښته شو چې ګواکې
موږ ثابت کړای شو جګوالی خپل په حوره
ګمارل شوئ خلیفه د ځمکې دا دی
که عاجز دی که لری په ملا توره
که مظلوم دی که عادل دی که ظالم دی
چې مخلوق شو زورور یې دی کمزوره
که شتمن دی که بېوزله خوځي پرځي
وهر چا لره نړۍ لویه بې سوره
ښه به دا وي چې شو لېرې له اغزیو
هم له حرصه له تعصبه له پېغوره
د هر چا دانه له قدره لږه ډېره
موسی نه و چې رالوی شو بې له موره؟
چې قوت مو د طبیعت ځانته حیران کړي
بې خبر شو له قدرته د شعوره
دا شعور دی چې ذرې ذرې پکې یو
نفس کاږو ګرځو شاوخوا لور په لوره
چې څو ملک دنیا دې جمع شي تر پوزې
خو یقین کړه که لا خلاص شې له دې پوره
د فلاح د ستوري باغ به یې نصیب شي
د بشر خادم خوشحاله ځي تر ګوره
ایینېبشپړ شعر ولولئ
ایینې
عبدالحمید ستانکزی
د آیینې په روی قسم
دومره لېرې یو له بله
دومره څیرې ګرېوانونه
چې په زړونو وچه دښته
لمر وهلې د بکوا ده
په نومونو سره وروڼه
په مخونو یو عکسونه
خو په خوله کې یو له بله
سره ګواښو دا املاء ده
په ماشې سره روغبړ کړو
دغه څه شانته مجمل دی
چې ویاړلي یو په ژوند خپل
تيګه خاندي زړه بلا ده
خپلو سترګو کې مو خښ دي
د نفرت غېسي میخونه
په لمانځه کې څنګ له څنګه
په محراب کې اقتداء ده
په وجود کې بې وجوده
په نفس نفس څښېږو
ورانه ځاله کې مو غم دی
په اغزو کې مو نڅا ده
کهکشان کې سره ژاړو
ترې را لاندې کټ کټ خاندو
سترګې باسو خوشحالېږو
دا هنر مو برملا ده
نفس اخلو پرې ویاړېږو
په خندا کې مو تهمت دی
راڼه ګورو خو تیاره وي
هر سبا کې مو ظلمت دی
هر ماشوم تړلې سترګې
کتابونه ګرد نیولي
تور لوړ غر په مخکې پروت دی
د راتلونکې دا معما ده
دغه زړونه زړونه زړونه
دا د مینې درمندونه
چې راډک شي بیا له کرکې
ولې نشي غټ بمونه
د بشر د نوم ټټر کې
دغه چیغه د هر چا ده
د آیینې په روی قسم کې
د شیطان د چم کلا ده
سوله څه ده؟بشپړ شعر ولولئ
سوله څه ده؟
عبدالحمید ستانکزی
سوله رڼایي ده
سپینه ورځ ده
سپینه ورېځه
چې باران راوروي
سوله لکه لمر ده
هم قمر ده
آسمانونو کې
ستوری زېږوي
سوله کراري ده
آرامی ده
سمسورتيا ده
عمر اوږدي
سوله شتمني ده
پرېماني ده
استغنا ده
سترګې مړوي
سوله سرلوړي ده
خپلواکي ده
ټولواکي ده
سوله په وحدت
او سرښندنې کې ده
اووم او اتمبشپړ شعر ولولئ
اووم او اتم
عبدالحمید ستانکزی
هره شپه چې تېرېدله په کابل
یو الله به و شاهد څه چې کېدل
نه
غمخور و نه زړه سوانده نه قانون
شنو لېوانو خلق الله باندې تراپلل
چې دهشت له انسانیت نه مخ کړ پټ
ځینې سپي
شول بیا یې نور خلک داړل
قوانین خو دلته دېر وله راپاتې
هم د خدای هم د انسان به ما لیدل
هر چا راوړ خپل
تعبیر پخپله ژبه
نه اسلام او نه زردشت کې جوړ راتلل
د غوایي په اووه میتیازې یې راوکړې
غویی نه و دا
انسان و په غوجل
غل یې مل و مل یې غل و پټ مخونه
اووه اته شو ګیدړان شوله اتل