د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
عبدالحمید ستانکزی

ولې شوې راپېښه

ستا دې شوخو سترګو دواړه سترګې راته درې کړې



سپین مخ و ښکلا دې د زړه ستنې را ایرې کړې



ستا د مخ شغلې دي که زردشت دې رانه جوړ کړ



جوړه سره شغله شوې په ما تاو دې سرې لمبې کړې



هر څه خو مالوم دي پاس آسمان دی لاندې ځمکه



څه چې نامالوم دي ستا جادو راته سپېرې کړې



ولې شوې راپېښه شرق او غرب دې رانه ورک کړ



سترګې خو دریاب دي خو تا جوړې ترې ویالې کړې



حسن دې هستي ده ترې رالاندې دې دنیا کړه



لمر او سپوږمۍ ستا شوې په ما جوړې دې تیارې کړې



ستا د تورو زلفو ځلا لمر په ننګ کې ګیر کړ



هره خو سیالۍ وي دې سیالۍ دې زلزلې کړې



سر درته سرتور کړم مینې لېرې شه شور مکړه



ستا شور و شرر دی چې یې جوړې ولولې کړې

د شاعر نور شعرونه ←