د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالحمید ستانکزی

انسانیت

موږ په اصل کې ذره یو له یوه نوره
جلا شوي نومول شوي کور په کوره
له آدمه تر دې دمه دا بهیر دی
چې راغلي یو نو ځو به نور په نوره
دې خاورین ستوري ته کښته شو چې ګواکې
موږ ثابت کړای شو جګوالی خپل په حوره
ګمارل شوئ خلیفه د ځمکې دا دی
که عاجز دی که لری په ملا توره
که مظلوم دی که عادل دی که ظالم دی
چې مخلوق شو زورور یې دی کمزوره
که شتمن دی که بېوزله خوځي پرځي
وهر چا لره نړۍ لویه بې سوره
ښه به دا وي چې شو لېرې له اغزیو
هم له حرصه له تعصبه له پېغوره
د هر چا دانه له قدره لږه ډېره
موسی نه و چې رالوی شو بې له موره؟
چې قوت مو د طبیعت ځانته حیران کړي
بې خبر شو له قدرته د شعوره
دا شعور دی چې ذرې ذرې پکې یو
نفس کاږو ګرځو شاوخوا لور په لوره
چې څو ملک دنیا دې جمع شي تر پوزې
خو یقین کړه که لا خلاص شې له دې پوره
د فلاح د ستوري باغ به یې نصیب شي
د بشر خادم خوشحاله ځي تر ګوره

د شاعر نور شعرونه ←