پښتو ادب · شاعران
بديع الزمان هاشمي
د بديع الزمان هاشمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
تیریادونه!بشپړ شعر ولولئ
تیریادونه!
بديع الزمان هاشمي
لکه خوب ياافسانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
داغمونه دومره نه وو
خوشالي موهر شيبه وه
دګرمۍ په سرو غرمو کې
په يخ سوري مو دمه وه
سرګردانه دومره نه وو
ښه قرار مو ورځ او شپه وه
د دنيا لالچ مو کم وه
مينه زړونو کې پرته وه
کليوال پکې راټول وو
يووستل يو مو حجره وه
مشرکشر مو معلوم وو
زمونږ دا پله درنه وه
ټولې چارې په مسلات وي
هريوکارته مشوره وه
دابي ځايه سيالۍ نه وې
دژوند چاره موساده وه
روزي خدای رارسوي
دازمونږه عقیده وه
ټول خواړه موخوندور وو
که سړه وه که توده وه
لکه ټول ووخويندې ورونه
يو پربل مو بروسه وه
چل وټه په منځ کې نه وه
زمونږداسې يارانه وه
ډیرکارونه په حشروو
د زلمو جوړه میله وه
دا دیړي مزدوري نه وه
نه په یاد د چا پیسه وه
پیسه سری یې باله
که دا تمه چا سره وه
هره ورځ لکه اختر وه
د شبقدر هره شپه وه
يو به بل کره ورتللو
که هرڅو لاره اوږده وه
غم ښادۍ مو وې شريکي
په ژوندون کې مو مزه وه
چې خپلوان به سره ټول شول
خوشالي به یو پر دوه وه
په رښتینې خوشالي وه
هسې نه چې چل وټه وه
ترمرګ نه وروسته کیدلو
چا چې کړې به وعده وه
هرزلمی رښتیا پښتون و
هره پیغله پښتنه وه
وو، ولاړ په خپله ژمنه
نه دروغ اونه بانه وه
یوله بله زارقربان وو
دا د مینې نښانه وه
یو به بل له ورکوله
که غنم جوار دانه وه
یودرهم چاسره نه وه
قناعت موخزانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
دهمدې شعرسره مله:
لکه اوس داسې مونږ نه وو
په غربت کې دې نه ښه وو
په ډیرشتوکې یومونږ وږي
د اوبو تر څنګه تږي
هره ورځ موداپه زړه وي
چې سبابه مړۍ نه وي
نن یې خورودسباغم کړو
وایو دا سبا به څه وي
افسانهبشپړ شعر ولولئ
افسانه
بديع الزمان هاشمي
لکه خوب ياافسانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
داغمونه دومره نه وو
خوشالي موهر شيبه وه
دګرمۍ په سرو غرمو کې
په يخ سوري مو دمه وه
سرګردانه دومره نه وو
ښه قرار مو ورځ او شپه وه
د دنيا لالچ مو کم وه
مينه زړونو کې پرته وه
کليوال پکې راټول وو
يووستل يو مو حجره وه
مشرکشر مو معلوم وو
زمونږ دا پله درنه وه
ټولې چارې په مسلات وي
هريوکارته مشوره وه
دابي ځايه سيالۍ نه وې
دژوند چاره موساده وه
ټول خواړه موخوندور وو
که سړه وه که توده وه
لکه ټول ووخويندې ورونه
يو پربل مو بروسه وه
چل وټه په منځ کې نه وه
زمونږداسې يارانه وه
هره ورځ لکه اختر وه
د شبقدر هره شپه وه
يو به بل کره ورتللو
که هرڅو لاره اوږده وه
غم ښادۍ مو وې شريکي
په ژوندون کې مو مزه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بديع الزمان هاشمي
ستاچې تورې زلفې په اوږو لګي
غشي دمينو په زړګو لګي
راکړه تورې زلفې چې بالښت يې کړم
داسې راته مه وايه چې څو لګي
ښکاري ستا په سر راته غوسه دې ټول
بدچې مې ويل په خپل پردو لګي
بيادرقيبانو شونډې بوڅي دي
نن چې بياخبر ستادراتلو لګي
ته چې په پښتوژبه خبرې کړې
ځکه مې غزلې دپښتو لګي
ياره (هاشمي) ورته راغلى دى
کاڼي دتومت په دې کوڅو لګي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بديع الزمان هاشمي
قلم مې واخيسته غزل ليکمه
يوه کيسه دخپل منزل ليکمه
دغه دستړي ژوندکېسې مې ګوره
دزړه په وينو يې هرځل ليکمه
چې هيڅ منزل يې راته نه دى معلوم
هغه سفر، هغه مزل ليمکه
چې په کتو يې زخمي زړونه شي ډير
باڼه دې غشي داجل ليکمه
نن چې يې مالره راوکتلې
په وينو رنګ مې سور ګوګل ليکمه
جانانه ټول ستا صفتونه کوم
خيردى که نوم دې زه بدل ليکمه
ددغې سيمې درواج له مخې
ښکلې نامه دې په چل،چل ليکمه
چې بختورشي هم له ماپورې لږ
زه(هاشمي)به داستا پل ليکمه
موږ دواړهبشپړ شعر ولولئ
موږ دواړه
بديع الزمان هاشمي
مونږه دواړه چې واړه وو
ديو بل پسې مړه مړه وو
سره يوځاى لوبيدلو
په ښه بد نه پوهيدلو
يو به بل ته په خندا وو
په لږ څه خوشاليدلو
يوه له بله به پټ نه وو
هغه څه چې مو په زړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو
خبر نه وو،له لمر سوري
ګرځيدو به په هرلوري
هره ورځ دخوشالۍ وه
که به اوري وو که دوري
له خپل ځانه خبر نه وو
که به وږي که ماړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو
له سهاره ترما ښا مه
ورځ به تيره شوه تمامه
چې تياره به راخوره شوه
کورته تلو به له ناکامه
له مورجانې مو غوښتل
که پخکړي به يې خواړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو
( هاشمي ) عجب دوران و
مونږه دواړه چې کوچنيان و
تيريده ژوند په خوښۍ
نه څه غم او نه خپګان و
هره ورځ دپسرلي وه
نه ګرمي اونه ساړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو
ښځه مه وهه!بشپړ شعر ولولئ
ښځه مه وهه!
بديع الزمان هاشمي
دماچ اتمه دښځې نړيوالې ورځې په مناسبت
ګوره بيچاره ده ښځه مه وهه
تاته يې اسره ده ښځه مه وهه
مورو پلاريې پريښي ستا له پاره دي
ميشته تاکره ده ښځه مه وهه
ستړې او ستومانه دکور کار کې شوه
چاودې يې زاره ده ښځه مه وهه
تل دډانګ په لاس ورپسې ته ګرځې
سخته ګوزاره ده ښځه مه وهه
دا دکور ښکلا دکور رڼا ګڼه
ښکلې ننداره ده ښځه مه وهه
داده، ستالباس او ته ددې لباس
ښه ايمان پوره ده ښځه مه وهه
څوځل دې شړلې له خپل کوره ده
راغلې دوباره ده ښځه مه وهه
پريده دادظلم رواج پريد ه نور
تل ستا په پره ده ښځه مه وهه
ښځه نرم زړه لري ته ورسره نرم شه
دې کې دې واره ده ښځه مه وهه
دادسپين سباسپينه رڼا بوله
هر خوا ته خوره ده ښځه مه وهه
اسانه نه دى!بشپړ شعر ولولئ
اسانه نه دى!
بديع الزمان هاشمي
ښکلي يار نه خو انکار اسانه نه دى
هسې وايي خو داکار اسانه نه دى
چې بدراشي زړه دسترګو په لمسون
راوستل يې په دوبار اسانه نه دى
چې مدام په سوال زارۍ ورته لګيايي
دا منت هم دريبار اسانه نه دى
هميشه دبل په غم باندې غمجن وي
ژوندون هسې خوارو زار اسانه ندى
چې قبول نه کړې منت دريبارانو
ښايسته مخ ليدل ديار اسانه نه دى
چې په تمه يې دنن او دسباکړي
دا د عمر انتظار اسانه نه دى
چې وزريې په ازغو کې څيرې نه شي
سيال دګلو دګلزار اسانه نه دى
(هاشمي ) له خپله سره تيريدل دي
ګنې تګ په دغه لار اسانه نه دى
ستاپه تمه!بشپړ شعر ولولئ
ستاپه تمه!
بديع الزمان هاشمي
زړه مې نه کيږي دتلو
ستا له دې شاړو کوڅو
وايم دلته اوسيدلى
ستاپه خوا تر مودو
زه اوته سره يو ځاى وى
وى جدا له خپل پردو
هره ساعت مې ته ليدلى
بنديز نه وى دليدو
تل خبرې دوفا وى
که ليکلى پريښتو
ياره ستا په بيلتانه کې
ژوندتيرومه په سلګو
ټوله ورځ مې انتطاروي
شپه مې شي په شبګيرو
ستاپه تمه دوصال مې
توررنګ سپين شودويښتو
په خوله هيڅ ويلى نه شم
عجب ملک دى دپښتو
خوببشپړ شعر ولولئ
خوب
بديع الزمان هاشمي
بيګاه مې خوب ليدلو
يوعجيبه غوندې خوب
داشناکلي ته ځم
دپسرلي موسم وي
ښکلي ګلان وي په لار
غرونه رغونه سمسور
خوږې وګمې دګلو
باد له هرلوري راوړي
لکه دعطرو باران
په کومه دښته اوري
دغره لمن کې ګرځم
دشرشرې اواز مې
په غوږو ولګيږي
په کمره ودريږم
يوخوا اوبل خوا ګورم
پاس په يو ناو کې لږبر
يوه شرشره داوبو
له بره ښکته لويږي
څه عجيبه شان ښکاري
دګڼو ونو منځ کې
يو منظره جوړه کړي
دمازيګر مهال وي
دلمر زريني وړانګې
په څاڅکو ولګيږي
دملغرو په څير
په هوا وځليږي
ورته په فکر شم ډوپ
په زړه کې ووايمه
څومره ښايسته دي خدايه
ستا دحلقت منظرې
کاش چې موريبشپړ شعر ولولئ
کاش چې موري
بديع الزمان هاشمي
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مرې ته ژوندۍ وى
زه هماغسې ماشوم وي،ستاپه خواکې لوبيدلى
هم سپيڅلى اومعصوم وى،غورځيدلى پاڅيدلى
يادې څنګ کې غلى ناست وى ،په خوله غږمې دابۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
په ورو،ورو مې درته ويلى،مورې وږى يمه زه
راله جام کې اوبه راکه ، مورې تږى يمه زه
ستاپه لاس کې دپياز غوټه،يوسړه مړۍ ډوډۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
غرونه غرونه کړاونه، تا زما له پاره تير کړل
څومره سختې تکليفونه ،تازما له پاره تير کړل
چې زه سترشومه رالوى شوم،کاش چې ته په دې نړۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
چې ماغږبه دابۍ کړ،تابه څوځل زارقربان ويل
په يوځل خوداسې نه وو،داالفاظ دې هرزمان ويل
مرګي چوپ کړ هغه غږ، چې يې ماله هرګړۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
وايم سل کاله ژوندۍ وى،که زهيره اوبوډۍ وى
خو زما د بد نصيبه ،په دنيا کې يو ابۍ وى
چې مدام يې دعاګانې، راته کړې دلۍ دلۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
(هاشمي)درته دعاکړي،جنتونه دې نصيب شه
ستابه کوم حقوق ادا کا، جنتونه دې نصيب شه
هيڅ خدمت مې ستا ونه کړ،ته زمونږه دنياګۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى