افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ستاچې تورې زلفې په اوږو لګي
غشي دمينو په زړګو لګي
راکړه تورې زلفې چې بالښت يې کړم
داسې راته مه وايه چې څو لګي
ښکاري ستا په سر راته غوسه دې ټول
بدچې مې ويل په خپل پردو لګي
بيادرقيبانو شونډې بوڅي دي
نن چې بياخبر ستادراتلو لګي
ته چې په پښتوژبه خبرې کړې
ځکه مې غزلې دپښتو لګي
ياره (هاشمي) ورته راغلى دى
کاڼي دتومت په دې کوڅو لګي