افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ښځه مه وهه!
دماچ اتمه دښځې نړيوالې ورځې په مناسبت
ګوره بيچاره ده ښځه مه وهه
تاته يې اسره ده ښځه مه وهه
مورو پلاريې پريښي ستا له پاره دي
ميشته تاکره ده ښځه مه وهه
ستړې او ستومانه دکور کار کې شوه
چاودې يې زاره ده ښځه مه وهه
تل دډانګ په لاس ورپسې ته ګرځې
سخته ګوزاره ده ښځه مه وهه
دا دکور ښکلا دکور رڼا ګڼه
ښکلې ننداره ده ښځه مه وهه
داده، ستالباس او ته ددې لباس
ښه ايمان پوره ده ښځه مه وهه
څوځل دې شړلې له خپل کوره ده
راغلې دوباره ده ښځه مه وهه
پريده دادظلم رواج پريد ه نور
تل ستا په پره ده ښځه مه وهه
ښځه نرم زړه لري ته ورسره نرم شه
دې کې دې واره ده ښځه مه وهه
دادسپين سباسپينه رڼا بوله
هر خوا ته خوره ده ښځه مه وهه