پښتو ادب · شاعران
غالب “میاخیل”
د غالب "میاخیل" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
خپلواکی تهبشپړ شعر ولولئ
خپلواکی ته
غالب "میاخیل"
که رشتیا ازادی غواری ورورر گلوی حان کی پیدا کا
دیو والی لار که غوره سو کالی حان کی پیدا کا
دنفاق سرونه غوخ که دوحدت په تیره توره
یو شهکاردمیر نیو ابدالی حان کی پیدا کا
حان حانی په اور لوگی که او لسونه سره یو که
دعا واخله دمظلومو همدردی حان کی پیدا کا
اتکادی په خپل حان که خودبل احتیاج نه خلاص شی
هر حه وگته په خپله خپلواکی حان کی پیدا کا
تش په لافو باندی نه شی دوطن جورول گران دی
تیت پرک سره راتول که رهبری حان کی پیدا کا
د"غالب"خبره واوره نوکری وکه دخپلو
نور پردی رسمونه پریزده افغانی حان کی پیدا کا
دکرکټ ملی لوب ډلی تهبشپړ شعر ولولئ
دکرکټ ملی لوب ډلی ته
غالب "میاخیل"
شمله مو کړه اوچته په نړی کی دپلرو
بری مو مبارک شه په کرکټ کی شاه حلمو
تکیه مو خپلی موټی دی غیرت مو افغانی
اتل مو هر ځلمی دی چی غورځنگ کړی په پردو
بالینگ مو په میدان کی لړ زوی ټول رقیبان
اتله مولوب ډله هر گزار مو دزمرو
حیرانه مو نړی کړه شجاعت ته مو سلام
هر بال مو لکه تندر نمری اخلی په چارو
یو بله بریا راوړی چی مو ښکل کړ م قدمونه
اسیا خودی کړه لاندی اروپا که په گونډو
دعا د"غالب" واخله نور څه نه لرم په توان کی
قبوله می تحفه کړی دا څو کرښی دشعرو
دمیني پسرلیبشپړ شعر ولولئ
دمیني پسرلی
غالب "میاخیل"
داځلي زموږ کلي ته نغمو سره راځه
سپرلیه!درنگینو ترانو سره راځه
دتندي نه مو ژبي وچي شوي دي په خولو کي
باران شه له اسمانه رحمتو سره راځه
خمار یو له پخوانه میکدې مو دي ترلي
خالي لاسونه مه راځه جامو سره راځه
یوبل سره په خلاکه دا زموره خفه وړونه
یواځي چي رانه شي دجرگو سره راځه
نور هر څه ته مو شا ده قاتلان یو دگلونو
په عقل مي لږ پوه که تدبیرو سره راځه
اغزي راحخه واخله سره گلونه راته راوړه
دمیني پسرلیه نڅیدو سره راځه
سلام د"غالب" وایه دوطن په مسافرو
خوشحال تول افغانان که دوږمو سره راځه