افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
دمیني پسرلی
داځلي زموږ کلي ته نغمو سره راځه
سپرلیه!درنگینو ترانو سره راځه
دتندي نه مو ژبي وچي شوي دي په خولو کي
باران شه له اسمانه رحمتو سره راځه
خمار یو له پخوانه میکدې مو دي ترلي
خالي لاسونه مه راځه جامو سره راځه
یوبل سره په خلاکه دا زموره خفه وړونه
یواځي چي رانه شي دجرگو سره راځه
نور هر څه ته مو شا ده قاتلان یو دگلونو
په عقل مي لږ پوه که تدبیرو سره راځه
اغزي راحخه واخله سره گلونه راته راوړه
دمیني پسرلیه نڅیدو سره راځه
سلام د"غالب" وایه دوطن په مسافرو
خوشحال تول افغانان که دوږمو سره راځه