افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
خپلواکی ته
که رشتیا ازادی غواری ورورر گلوی حان کی پیدا کا
دیو والی لار که غوره سو کالی حان کی پیدا کا
دنفاق سرونه غوخ که دوحدت په تیره توره
یو شهکاردمیر نیو ابدالی حان کی پیدا کا
حان حانی په اور لوگی که او لسونه سره یو که
دعا واخله دمظلومو همدردی حان کی پیدا کا
اتکادی په خپل حان که خودبل احتیاج نه خلاص شی
هر حه وگته په خپله خپلواکی حان کی پیدا کا
تش په لافو باندی نه شی دوطن جورول گران دی
تیت پرک سره راتول که رهبری حان کی پیدا کا
د"غالب"خبره واوره نوکری وکه دخپلو
نور پردی رسمونه پریزده افغانی حان کی پیدا کا