د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علامه ابوالفضل

د علامه ابوالفضل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

نعت شريفبشپړ شعر ولولئ

نعت شريف

علامه ابوالفضل

چي ترتمام جهان بهتردۍ ته هغه رسول ئې
چي دلولاک تاج يې پرسردۍ ته هغه رسول يې

(۱)چي رحمة للعلمين دۍ خاتم النبيين
چي ترهمه وومعتبردۍ ته هغه رسول يې

(۲)چي له آدمه ترعيسی بې تربيرغ لاندي وي
چي پرنړۍ ختلَي لمردۍ ته هغه رسول يې

(۳) چي مصطفی دۍمجتبی دۍ هم احمداومحمود
چي نازولَي نازپروردۍ ته هغه رسول يې

(۴)چي مقتدا دمرسلانودۍ اول اوآخر
چي يې لقب خيرالبشردئ ته هغه رسول يې

(۵)چي تګيه ګاه دګنهګارودۍ شفيع الأمم
چي سترښاغلَيْ دمحشردۍ ته هغه رسول يې

(۶)لايق صفت يې ابوالفضله ناممکن وګڼه
چي په کونينوکښي سروردۍ ته هغه رسول يې

ماپه خبرکهبشپړ شعر ولولئ

ماپه خبرکه

علامه ابوالفضل

اوس باداريې که غلام ما په خبرکه
سوې نېکنامه که بدنام ماپه خبرکه

(۱)پس له مرګه به مرحوم که به ملعون يې
يې کاميابه که ناکام ماپه خبرکه

(۲)باداران دي اوس پرشاځي که پرمخ ځي
ستااذلال کړي که اکرام ماپه خبرکه

(۳)کوردي لوټ کړ په اغيار وکه دي جوړ که
سوې پتمن که بدانجام ماپه خبر که

(۴)ته بائع سوې داولس که رانيونکۍ
پرتاورځ د ه که ماښام ماپه خبرکه

ناموننګ د ين اوناموس خودی بربادکړل
سته که نسته بل مرام ماپه خبرکړه

ابوالفضله رودِنيل ته برابرسو
چي قبول نکړي اسلام ماپه خبرکه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

زما په څیربشپړ شعر ولولئ

زما په څیر

علامه ابوالفضل

يو هم ځما په ډول نه ياست ډېر خطاياســــت
که څه هم يوو اَبل تـــــــــــــــه اولــــــياياســــــت

(۱)چي تجديددنظر وکړي ډېربه ښـــــــــه وي
يوپه پټه بل ښکاره توره بلاياســـــــــــــــــــــــت

(۲) درته ګورم هرڅه وينم ناوســـــــــــــــــــي ده
نه دځان نه دجهان اونه ځــــــــــــــــما ياســــــت

(۳)چي په هره دربچه کښي درته ګـــــــــــــورم
څرګنديږي نه دديـــــــــــــــــــن نه ددنيایاســـــت

(۴) په زَړَه ګوډه ړنده لاره مي پـــــــــــــــــرېږدۍ
هنرمندوپــــــــــــــه هــــنرکښــــي سفهاياســـــت

(۵)ابوالفضل ياست هريوپه خپل ګمان کښي
لوټ ماران هم ددنيا هم دعقــــــــــــــــــــبا ياست

دچوپان له لوړهمتهبشپړ شعر ولولئ

دچوپان له لوړهمته

علامه ابوالفضل

اوس ئې ورخ درڅـــــــــخه يووړۍدرګودر درڅخه ورک سو
هنرمنده څه دروســــــــــوه چـــــــــــــــــي هنردرڅخه ور ک سو

(۱)دنړۍ په غم غمـــــــــــــجنه دخپل ځان په وېراخته سوې
دخلاصــــــون دلويولاروهـــــــــراثردرڅخـــــــــــــــــه ورک سو

(۲)تش خوبونه اوخـــــــــــیالونه وو لیدل دی اووهـــــــل دي
دمستۍ په دې ګرداب کښي رهګذردرڅــــــــخه ورک سو

(۳)چي په کور کـــــښي ارام ناست وې هرسـړي زمرَيْ بللې
دسیالۍمیدان ته راغلــــــــــــې لراوبر درڅخـــــــه ورک سو

(۴)ښرموښان دي بدګوهره دچـــــــــــــــوپان په رمه ګــډکړل
دچوپان له لوړهمــــــــــــــــــــــــــــته بالوپر درڅــخه ورک ســو

(۵)دبُزي چي کونه کاه کړي دشـــــــپانه ډوډۍ دی وخـوري
دبوزې چم درنه وسوزېراوزوردرڅــــــــــــــــــــخه ورک ســــو

(۶)ابوالفــــــــــــــــضله ورته ګوره هم پنداخله هم ئــــــې وایه
په داهسي شنه غوبـل کښي بــحراوبر درڅخه ورک ســـو

بوله مادالله فضلبشپړ شعر ولولئ

بوله مادالله فضل

علامه ابوالفضل

خداۍ ته حمداوثناوایم چي ظالم نه يم مظلوم يم
صرف په دي چي مسلمان يم اسلام غواړمه محکوم يم

(۱)دظالم دسترګوخاریم دمظلوم يمه ملګري
څوک مي نه سي غولولاۍا وس وهرچاته معلوم يم

(۲)ځمامالک غنی مولادي ځما نبي خیرالوری دۍ
په نیکي خوشحاله کيږم په بدي سره مغموم يم

(۳)پرالله مي توکل دي خداۍ ځما حافظ نصيردۍ
ټول جهان که مي بدخواه سي زه ډاډه يم چي معصوم يم

(۴)نه دمچ په بڼاک کړم نه دسپوغفاته ګورم
خپل کارونه مخ ته بیايم په همدې وجه مرحوم يم

(۵)تابه هم وي اورېدلي چي دلوۍ سړي کارلوۍ وي
لوۍ سړي يم لوۍ مي کاردۍ په لويې سره مزعوم يم

(۶)مامقیم دلته مه بوله مسافریمه راغلۍ
که نن دلته هلته ګرځم صبابیرته زه معدوم یم

(۷) کاربه خودکوم دفضل ځکه یمه ابوالفضل
بوله مادالله فضل خالص خمریم مختوم یم

وم په خبربشپړ شعر ولولئ

وم په خبر

علامه ابوالفضل

وم په خبرچي تباه کيږي پوه کواۍ مي نسو
زه وم بېکسه يک تنها راګرځه واۍ مي نسو

(۱)باريې کږکړۍ ؤپخوالاپه خبرومه زه
پوه ومه زه بارچپه کيږي خوتړاۍ مي نسو

(۲)تاچي کولې عجائبي دمستۍ په وخت کښي
زړه مي ټوته ټوټه کيدۍ درته ویاۍ مي نسو

(۳)کول به تادبې شرمۍ اوخجالت کارونه
زه به له شرمه سوم هلاک چاته کتاۍ مي نسو

(۴)چي غلۍ غلۍ رقيبانوته ورتلې اوراتلې
ډېرنصيحت به مي کاووپه چامناۍ مي نسو

(۵)سره يوځاۍ ووابوالفضله پرون زه اونګار
وسپين رخسار ته مې کتل خوښکلواۍ مي نسو
ابوالفضل کان الله له

له تااخترهبشپړ شعر ولولئ

له تااختره

علامه ابوالفضل

يم بې وَزره پروبال غواړم
غواړم اختره نن افضال غواړم
(۱)نن دجــــلال له خواراګرځـــــــــوه ما
دجمـــــال تږۍ يم جــــمـــال غواړم
(۲)ګوره چي هيرنسم بې برخي نســــم
کامل انعام کامل اکمــــال غواړم
(۳)مستــــحق نه يم نه دعوه کړم دحق
ديوه سـوالګرپه شان آمال غواړم
(۴)ډيربې رونقه تېـــــــره وې تربــــــغل
دســــازنده ؤ وسورناته راغــــــــــلــــــــــــــې
زه هم هغه رزق حــــــلال غـــــــــواړم
(۵)ويريږم زه ابوالفضــول مي نکړې
هم ابوالفضــــــــل هم اِجلال غواړم

هرابوالفضول ديبشپړ شعر ولولئ

هرابوالفضول دي

علامه ابوالفضل

سخته نامعقوله سرچـــــــــپه حالات دي راوســــــــــــــتل

وخته ډيرنادره ناديده حـــــــــالات دي راوســـــــــــــــــتل

(۱) پلارزوۍ په لالابــــــــولي دادا داولادمــيــنځه سوه

سم دي ټول ناسم کړل ډيراُلْټه حـــــــــالات دي راوستــــل

(۲) تاج دغلامۍ دی دغلام پرســـــــــرورايښـــــــــۍ دۍ

ورک دي امتيازکړ عجيبه حالات دي راوســـــــــــــــــــتل

(۳) هرځاۍ کښي دي وږۍ تږۍ شرموښ شپانه کړيدۍ

کم اصل دی اصـــــيل کړل او کــــاږه حالات دي راوستل

(۴) پوهه ناپوهـــي سوه اوهنــــــــــــــربې هنري بولې

حق ته ناحق وايې سخت
ړانده حالات دي راوســــــــــتل

(۵) غله ته امين وايې اوامــــين ســـــړی ته غل وایې

ظلم عدالت بولې داڅه حالات دي راوســـــــــــــــــــــــتل

(۶) هرڅه چـــي
کوي اويائـــی وايې په بنــــدنه يې ته

توري شپي ته ورځ وايې ډيــرمړه حــالات دي راوستـل

(۷) سپَيْ خبيث کـــاکـــا خره تــــه لالا اويااغــاوايـــې

هـــرلئيم شـــريف بولې زاړه حــالات دي راوســـــتـــل

(۸) بې له خپله ځانه نه ســـــبحان اونه جــهان ويني

سراسردوکـــه يې تمـــاشـــه حــالات دي راوســــتــــل

(۹) هــرابوالفضول دي
ملقب په ابـــوالفــــــضـــل کړ

فضــل دي بدنام کړتا، ترخه حــالات دي راوســــتـــــل

انسانبشپړ شعر ولولئ

انسان

علامه ابوالفضل

جهان به شی زيروزبر دغه انسان چی نه وي،
، انسان به نسی بريالۍ درب
احسان چی نه وي
تش په عنوان اوپه نسب دي بزرګ نه بولمه
،،ستا په باطن کښی پټ رازونه دسبحان چی نه
وي
نه به مجنون نه به فرهادوي نه بلبل اوپتنګ ،
،دانازنینه سروقدګلرخان چی نه وي
عقل دروغ رښتياباطل حق
بيلولاۍ نسي
قرانه ستالوړهدايت عالي عرفان چي نه وي
نفس اوشيطان به څه غوبل پرانسانانوکړي جوړ
حق اوليا
حق علما حق اميران چي نه وي
نه سړيتوب دچابه څوک په سړيتوب کړي بدل
دغه دينداره حق پالونکي استاذان چي نه
وي
ستاابوالفضله منکران اوبدخواهان نسته نو
ستا په شوکت مغلوبه سوي حاسدان چي نه
وي
...

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

علامه ابوالفضل

خدايه تل لرې کامياب مااابوالــــــــــــــــفضل
په وصال لرې
سيراب ماابوالفـــــــــــــــضل

له افاتومي محفوظ لرې باداره
اخته مکړې په عذاب مابوالفضل

په وفااوپه اخلاص کښي ژوندون راکړې
په جفامه مکړي خراب ماابوالفضل

هرمحبوب ته مي
محبوب کړې په خپل فضل
مغموم مه کړې په عتاب ما ابوالفضل

دمشکل غوټۍ مي خلاصي په هرباب
کړې
په حساب مکړې تراب ماابوالفضل