د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
علامه ابوالفضل

دچوپان له لوړهمته

اوس ئې ورخ درڅـــــــــخه يووړۍدرګودر درڅخه ورک سو
هنرمنده څه دروســــــــــوه چـــــــــــــــــي هنردرڅخه ور ک سو



(۱)دنړۍ په غم غمـــــــــــــجنه دخپل ځان په وېراخته سوې
دخلاصــــــون دلويولاروهـــــــــراثردرڅخـــــــــــــــــه ورک سو



(۲)تش خوبونه اوخـــــــــــیالونه وو لیدل دی اووهـــــــل دي
دمستۍ په دې ګرداب کښي رهګذردرڅــــــــخه ورک سو



(۳)چي په کور کـــــښي ارام ناست وې هرسـړي زمرَيْ بللې
دسیالۍمیدان ته راغلــــــــــــې لراوبر درڅخـــــــه ورک سو



(۴)ښرموښان دي بدګوهره دچـــــــــــــــوپان په رمه ګــډکړل
دچوپان له لوړهمــــــــــــــــــــــــــــته بالوپر درڅــخه ورک ســو



(۵)دبُزي چي کونه کاه کړي دشـــــــپانه ډوډۍ دی وخـوري
دبوزې چم درنه وسوزېراوزوردرڅــــــــــــــــــــخه ورک ســــو



(۶)ابوالفــــــــــــــــضله ورته ګوره هم پنداخله هم ئــــــې وایه
په داهسي شنه غوبـل کښي بــحراوبر درڅخه ورک ســـو

د شاعر نور شعرونه ←